د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

د فوټبال نړیوال فدراسیون غوره لوبغاړو ته جایزې ورکوي


د فوټبال نړيوال فدراسيون لوګو
د فوټبال نړيوال فدراسيون لوګو

د فوټبال نړیوال فدراسیون د هغو نارینه او ښځینه لوبغاړو نومونه په ډاګه کړل چې د ۲۰۲۲ کال جایزو ته نوماندان دي.

د دې فدراسیون د اصولو له‌مخې د هر زېږدیز کال په پیل کې هغه لوبغاړي او روزونکي ټاکل کېږي چې په بېلابېلو لوبو کې يې ښې لاسته راوړنې درلودلي وي.

یاد فدراسیون نن (د فبرورۍ دویمه) په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي چې، د مینه‌والو د رایو پر اساس به د تېر(۲۰۲۲) کال غوره نارینه اوښځینه فوټبال لوبغاړي، روزونکي، ګول ساتونکي، غوره ګول او غوره مینه‌وال وټاکل شي.

دې پروسې ته یوه ورځ ټاکل شوې او د فبرورۍ میاشتې په درېیمه نېټه به پای ته رسیږي.

د فوټبال فدراسیون له لوري په نارینه لوبغاړو کې د ارجنټاین لېونل میسي او جولیان الواریز، د فرانسې ګیلیان اېمباپې او کریم بینزیما، دبرازیل نیمار او وېنسېس جونیر، د انګلستان جج بېلېنګهم، د بلجیم کېوېن ډي برین، د ناروې ایرلېن هالنډ، د مراکش اننشرف حکیمي، د پولینډ رابرټ لېونډوسکي، د سنیګال ساډیو مانې، د کرویشیا لوکا موډریک او د مصر محمد صلاح د تېر کال غوره لوبغاړي جایزې ګټلو ته نوماندان دي.

د فوټبال نړيوال جام يو انځور
د فوټبال نړيوال جام يو انځور

د پرتګال نوموتی لوبغاړی کرېسټیانو رونالډو چې د ۲۰۱۶/۱۷ کلونو غوره لوبغاړی نومول شوی و، دا ځل نه‌دی انتخاب شوی.

په ښځینو کې بیا د کال غوره لوبغاړې جایزې ته د انګلستان ۳، د جرمني او هسپانيې دوه- دوه او د برازیل، کاناډا، ناروې، اسټرالیا،هالینډ، امریکا او فرانسې یو- یو لوبغاړې نوماندانې دي.

همدارنګه دغه فدراسیون هغه لوبغاړو ته هم جایزې ورکوي چې په تېر یوه کال کې یې له شخړو او جنجالونو پرته لوبې کړې وي.

د فوټبال نړیوال فدراسیون ویلي دي، د فبرورۍ میاشتې له ۸مې نېټې به د جایزو ګټونکو لوبغاړو پر اعلانولو پیل وکړي او بیا به په یوې سترې غونډې کې چې د همدې میاشتې په ۲۷مه نېټه ترسره کېږي، ګټونکو ته خپلې جایزې وسپاري.

د یادونې وړ ده چې په ۲۰۲۱ کال کې د کال د غوره نارینه لوبغاړي جایزه پولنډي رابرټ لېونډوسکي او د غوره ښځینه لوبغاړې جایزه هسپانوۍ الېکسیا ګټلې وه.

XS
SM
MD
LG