د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

کرسټیانو رونالډو د عربستان له النصر لوبډلې سره تړون وکړ


کرسټیانو رونالډو
کرسټیانو رونالډو

د پرتګال نوموتي فوټبال ستوري کرسټیانو رونالډو د سعودي عربستان له النصر لوبډلې سره تر ۲۰۲۵ کاله پورې د لوبېدو تړون لاسلیک کړ.

النصر لوبډلې په خپلو ټولنیزو پاڼو په خپاره کړي خبر کې دا تاریخي تړون بللی او ویلي یې دي چې دا ستر اقدام به په دې هېواد کې د فوټبال لوبه لا غښتلې کړي او دې لوبې ته به نجونې او هلکان لا وهڅوي.

په دې تړاو په خپرو شویو رپوټونو کې ویل شوي دي چې النصر لوبډله به هر کال تر ۲۱۴ میلیونه ډالرو زیاتې پیسې رونالډو ته ورکوي.

تر دې وړاندې په فوټبال کې له بل هېڅ لوبغاړي سره په دومره پیسو قرارداد نه و شوی.

په رپوټونو کې د رونالډو له قوله ویل شوي دي چې هغه په بې صبرۍ سره په یاد کلب کې د لوبېدو په پار شېبې شماري.

کرسټیانو رونالډو د وروستي ځل لپاره په کلب کچې لوبو کې د مانچسټریونایټډ لپاره ولوبېده، خو تر یوه لانجمن حالت وروسته یې له یاد کلب سره قرارداد پای ته ورساوه.

نوموړی په قطر کې د فوټبال نړیوال جام په سیالیو کې د پرتګال لوبډلې لوبډلمشر و، خو د دې لوبې د څارونکو په وینا چې دا ځل یې د خپلو مینوالو لوبیزه تنده ماته نه کړه.

هغه په ۵ لوبو کې یوازې یو ګول وواهه او په کوارټرفاینل لوبه کې یې لوبډلې له مراکش څخه ماتې وخوړه او د پنځم ځل لپاره هم د رونالډو د نړیوال جام د ګټلو خوب په حقیقت بدل نه شو.

XS
SM
MD
LG