د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۹

سعودي عربستان کې نن 'مسي' او 'رونالډو' يو له بل سره د سيالۍ ډګر ته وځي


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

په سعودي عربستان کې د فوټبال د یوې لوبې چې د نړیوال فوټبال دوه ستوري، لیونل مسي او کریستیانو رونالډو له یو بل سره د سیالۍ ډګرته وځي، یو ځانګړی ټکټ په ۲،۶ ملیون ډالرو پلورل شوی دی.

دغه لوبه نن د کابل پر وخت د شپې په نهه‌نیمې بجې د سعودي عربستان په ملک فهد لوبغالي کې ترسره کېږي.

د يادې لوبې د یوه ځانګړي مېلمه ټکټ چې داوطلبۍ ته وړاندې شوی و، د سعودي عربستان د تفریحي چارو د دولتي ادارې په وینا هغه د مشرف الغامدي په نوم د سعودي یوه سوداګر پر۲،۶ ملیون ډالرو پېرلی دی.

لیونیل میسي په پاریسن جرمن لوبډله او کریستیانو رونالډو د سعودي په النصر لوبډله کې لوبیږي خو رونالډو د میسي د ټیم په وړاندې د ریاض ۱۱ په لوبډله کې چې د سعودي د غوره لیګونو غوره لوبغاړي په‌کې راټول شوي، لوبه کوي.

XS
SM
MD
LG