د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ سلواغه ۱۴۰۱ کابل ۰۲:۲۳

ایمباپې په یوه لوبه کې ۵ ګولونه ووهل


د فرانسې ځوان فوټبال لوبغاړی ګیلیان ایمباپې

د فرانسې ځوان فوټبال لوبغاړي ګیلیان ایمباپې د پېز ډي کاسل لوبډلې پر وړاندې پنځه ګولونه ترسره کړل.

ایمباپې چې د یاد هېواد په مخکښ کلب پارېس سنټ جرمن یا پي ایس جي کې لوبېږي، د دوشنبې په شپه یې د ګولونو هېټریک وکړ.

دا لوبه چې د فرانسې فوټبال لیګ اړوند وه، د پي ایس جي لوبډلې ۷ د صفر پر وړاندې ډي کاسل لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې بل مخکښ فوټبال لوبغاړي نیمار هم یو ګول وواهه.

د پي ایس جي په لوبډله کې لېونل میسي هم لوبېږي.

د یادونې ده چې یاد کلب د جنورۍ په ۱۹ نېټه په سعودي عربستان کې د رونالډو په ګډون د ریاض ایلیون لوبډلې ته هم ۵-۴ ماتې ورکړې وه.

XS
SM
MD
LG