د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

د فوټبال د نړۍ وتلی برازیلی لوبغاړی پېلې ومړ


پېلي
پېلي

د فوټبال د نړۍ برازیلی وتلی ستوری اډسن ارانتیس دی نسیمینټو د پنجشنبې په ورځ د ډسمبر په ۲۹ د ۸۲ کلونو په عمر ومړ.

د فوټبال دغه افسانوي لوبغاړی، چې په تېره پېړۍ کې یې درې نړیوال جامونه ګټلي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې د کولمو د سرطان تر درملنې لاندې و.

د پېلې لور، کیلي نسیمینټو په خپله انسټاګرام پاڼه کې د خپل پلار مړینه اعلان کړه او لیکلي یې دي: "موږ له تاسو سره ډېره مینه لرو. ارام اوسئ."

پیلې چې د قطر د ۲۰۲۲ نړیوال جام له پیل سره سم په روغتون کې بستر شوی و، خپلو عزیزانو ته یې په یوه پیغام کې ویلي: "زما د وضعیت په اړه اندېښمن مه اوسئ او له نړیوال جام څخه خوند واخلئ."

د برازیل فوټبال افسانوي لوبغاړي په دوه لسیزو کې په ۶۵۰ لوبو کې ۱۲۸۱ ګولونه ووهل چې نړیوال ریکارډ یې جوړ کړ او نوم د ګېنس د ریکارډونو په کتاب کې ثبت شو.

هغه ځکه په پېلې مشهوره شو چې د بیله په نوم د یوه ګول ساتونکي نوم یې په تېروتنې پېلې اخیستی و.

پیلې چې د پاچا په لقب ورته ویل کېده د ۱۹۵۸ کال په نړیوال جام کې چې په سویډن کې ترسره شو نړیوالو وپېژند.

پېلي
پېلي

هغه وخت یې یوازې ۱۷ کاله عمر درلود او د نړیوال جام په تاریخ کې د تر ټولو ځوان لوبغاړي لقب یې خپل کړ.

د پیلې شهرت داسې و چې په ۱۹۶۷ کې په نایجیریا کې د کورنۍ جګړې ډلو یو لنډ اوربند سره موافقه وکړه ترڅو هغه په دې هېواد کې یوه ننداره ترسره کړي.

په ۱۹۹۷ کې، هغه ته د برېتانیا د ملکې الیزابت II لخوا د شوالیه/نایټ اشرافي لقب ورکړل شو.

په ۱۹۹۹ کې د فرانسې د فوټبال معتبرې مجلې لخوا د پیړۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو.

هغه، چې د "تور ملغلرې" په نوم هم پېژندل کېده، په ۲۰۰۰ کال کې د فوټبال نړیوال فدراسیون د احصایې له‌خوا د څو دورو غوره لوبغاړی او په ۱۹۹۹ کې د فرانسې د فوټبال معتبرې مجلې لخوا د پیړۍ غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د ټایم مجلې له‌خوا په شلمه پېړۍ کې د ۱۰۰ خورا اغېزناکو او مهمو شخصیتونو په توګه معرفي شو.

کله چې پیلې د رونالډ ریګن د ولسمشرۍ په وخت کې متحده ایالاتو ته سفر وکړ، د امریکا ولسمشر ور مخکې شو او ورته ویې ویل چې: "زه ولسمشر رونالډ ریګن یم، مګر تاسو اړتیا نه‌لرئ چې خپل ځان معرفي کړئ ځکه چې هرڅوک پېلې پېژني. ."

پېلې تر فوټبال وروسته په برازیل کې د سپورټ وزیر شو، سوداګري یې کوله، د یونسکو او ملګرو ملتونو د سفیر په توګه هم ټاکل شوی و.

همداراز یې په څو فلمونو او ټلوېزیوني سریالونو کې هم کار وکړ.

XS
SM
MD
LG