د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۷

د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې مشر روزونکي له دندې استعفا کړې


د فوټبال ملي لوبډلې مشر روزونکي انوش دستګیر
د فوټبال ملي لوبډلې مشر روزونکي انوش دستګیر

د افغانستان فوټبال فدراسیون په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي دي چې، د فوټبال ملي لوبډلې مشر روزونکي انوش دستګیر له خپلې دندې استعفا کړې ده او د فدراسیون د مشرتابه له لوري منل شوې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې، ښاغلي دستګیر د فوټبال له فدراسیون سره څلور کلن هوکړه لیک درلود، خو نوموړي د ټاکلي وخت تر پای ته رسېدو شپږ میاشتې وړاندې استعفا کړې ده.

د فوټبال فدراسیون د رسنیو مسول ښاغلي فیروز مشعوف ازادي راډيو ته ویلي دي: "د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې مشر روزونکي ښاغلي دستګیر وروسته له څلورو کلونو د فوټبال ملي لوبډلې له روزنې لاس په سر شو، که څه هم له نوموړي سره په قراداد کې شپږ میاشتې وخت پاتې و، خو د دواړو خواوو تر هوکړې وروسته ښاغلي استګیر استعفا وکړه. د افغانستان فوټبال فدراسیون موخه دا ده چې په راتلونکي کې یوه غوره ملي لوبډله جوړه کړي، هیله لرو چې دغه چارې په سمه توګه پرمخ ولاړې شي، که څه هم اوسني په اوسنيو حالاتو کې سخته ده. مګر موږ به خپلې هڅې ونه دروو."

د ښاغلي مشعوف په وینا چې د ملي لوبډلې د راتلونکو څلورو کلونو لوبیز پلان جوړ شوی دی او ډېر ژر به هېوادوالو سره شریک شي.

د نوموړي په ټکو چې د ملي لوبډلې د نوي روزونکي لپاره د فوټبال فدراسیون مشرتابه د رایه ورکولو په حال کې دي او ډېر ژر به نوی روزونکی او لوبیز پلان رسنیز شي.

د یادونې ده چې د افغانستان فوټبال ملي لوبډله اوس مهال د فوټبال نړیوال جام په درجه بندۍ کې ۱۵۵ مقام لري چې یوازې له دوو هېوادونو مخکې دی.

XS
SM
MD
LG