د فرانسې د فوټبال د ملي لوبډلې لوبغاړي کریم بنزیما، د فوټبال د نړیوال جام په پایلوبه یا فاینل کې د ارجنټاین پر وړاندې د فرانسې له ماتې وروسته له فوټبال سره خدای پاماني وکړه.
بنزیما پرون د خپلې زوکړې د ۳۵ کلیزې په ورځ پر ټویټر خپله استعفا اعلان کړه او ورسره ویې لیکل چې ده خپلې هڅې وکړې او له دې کبله ویاړي.
بنزیما چې د سرو زرو د توپ ګټونکی دی، د نړیوال جام له پیلېدو یوه ورځ مخکې پر ورانه ټپي شو او ونه توانېد چې د فرانسې د لوبډلې لپاره ولوبېږي.