د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۲

د فوټبال په نړیوالو سیالیو کې افغان لوبڅاران اعلان شول


د افغانستان د فوټبال فدراسيون لوګو
د افغانستان د فوټبال فدراسيون لوګو

د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) له لوري د ۲۰۲۳ کال لپاره په نړیوالو لوبو کې د افغانستان لوبڅاران اعلان شول.

د افغانستان فوټبال فدراسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې، د نارینو د فوټبال په سیالیو کې به حلیم اقا شېرزاد او د ښځینو په فوټبال سیالیو کې به یاسمین حیدري لوبڅاري وکړي.

دغه راز شریف سروري، ننګیالی سادات او فرشته شيخ میري به د مرستندویه لوبڅارانو دندې مخ ته يوسي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تمیم حسيني به د فوتسال او زین الدین شریفي به بیا په ساحلي فوټبال کې د لوبڅارۍ دندې ترسره کړي.

د یادونې ده چې د افغانستان فوټبال فدراسیون د ملي لوبډلې د نوي روزونکي د ګومارلو او راتلونکو څلورو کلونو لوبیز پلان د اعلانولو خبر هم ورکړی و.

XS
SM
MD
LG