د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

په کابل کې د کرېکټ سرپټه روزنیزه اکاډمي پرانيستل شوه


په کابل کې د کرېکټ سرپټه روزنیزه اکاډمي پرانيستل شوه
په کابل کې د کرېکټ سرپټه روزنیزه اکاډمي پرانيستل شوه

په کابل کې د ایوبي کمپلیکس له لوري دا ځل د کرېکټ روزنې په پار سرپټه/اینډور کرېکټ اکاډمي پرانيستل شوه.

دغه اکاډمي چې د کابل ښار په سيد جماالدین افغان ښارګوټي کې جوړه شوې ده، د چهارشنبې په ورځ د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د یو شمېر لوبغاړو او کرېکټ بورډ چارواکو په ګډون پرانيستل شوه.

د ایوبي کمپلیکس مشر عبدالطیف ایوبي ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې، دا اکاډمي د شاواخوا سل زرو امریکايي ډالرو په لګښت په نړیوالو معیارونو برابره جوړه شوې ده.

"دغه اینډور اکاډمي ډېرې ځانګړتیاوې لري، د دې ګراس کارپيټ او ویکټې د اسټرالیا له لورې جوړې شوې دي

ښاغلي ایوبي وويل: "دغه اینډور اکاډمي ډېرې ځانګړتیاوې لري، د دې ګراس کارپيټ او ویکټې د اسټرالیا له لورې جوړې شوې دي، هغه لوبغاړي چې غواړي د اسټرالیا له کنډېشن سره ځانونه بلد کړي په دې اکاډمۍ کې ورته لوبيدل ضروري دي. دغه ډول وېکټې به په اسیا کې هم ډېرې کمې وي، په ډېر سټنډرډ زمونږ اکاډمي جوړه شوې ده."

ایوبي زیاتوي چې په دې روزنیزه اکاډمۍ کې یې د ټکنالوژۍ ځیني مهمې الې لکه د توپ اچونې او د چټک توپ اچونکي د توپ د سرعت معلومولو ماشینونه هم نصب کړي دي.

هغه دغه راز وایي چې له دې اکاډمۍ سره یې جوخت د بدني روزنې/ فټنس مرکز پرانيسته هم کړې ده.

په کابل کې د کرېکټ سرپټه روزنیزه اکاډمي پرانيستل شوه
په کابل کې د کرېکټ سرپټه روزنیزه اکاډمي پرانيستل شوه

ښاغلی عبدالطیف ایوبي ازادي راډيو ته زیاته کړه چې په دې اکاډمۍ کې د تمریناتو په خاطر د ورځې له درې وختونو استفاده کوي او موخه یې دا ده چې ګڼو لوبغاړو ته د لوبيدو زمینه سازي وشي.

په کابل کې د ژمي په را رسېدو سره د کرېکټ لوبغالو او سرخلاصو روزن‌ځایونو دروازې تړل کېږي چې ان د وري/حمل تر میاشتې پورې لوبغاړي له تمریناتو محرومه وي.

د کابل لوبغاړي د تمریناتو لپاره یا نورو ولایتونو ته مسافر کېدل او یا به له تمریناتو محرومه کېدل

ایوبي په همدې تړاو په خپلو څرګندونو کې ويلي دي: "د کابل ژمی نسبت نورو ولایتونو ته اوږد وي، د کابل لوبغاړي د تمریناتو لپاره یا نورو ولایتونو ته مسافر کېدل او یا به له تمریناتو محرومه کېدل، نو همدغه وجه وه چې دغه اکاډمي مو جوړه کړه."

ښاغلی ایوبي وايي چې له تېرو پينځو کلونو راهیسې یې په کابل کې د کرېکټ په برخه کې شااوخوا څلور میليونه ډالره پانګه اچونه کړې ده چې په معیار برابر کرېکټ لوبغالی، سرخلاصې اکاډمي او لوبغاړو ته یې نورې اسانتیاوې هم برابرې کړي دي چې د ملي لوبډلې لوبغاړو پر ګډون سربېره په کې سلګونه ځوانان هره ورځ تمرینات ترسره کوي.

نوموړی دا هم وايي چې لا یې له دې پانګه اچونې کومه ګټه نه ده کړې، خو د خپلې علاقې له مخې غواړي چې د افغانستان کرېکټ ځلانده وي او لوبغاړي د روزنې په برخه کې کومه ستونزه ونه لري.

د افغانستان کرېکټ بورډ اداره چې د کرېکټ له نړیوالې شورا سره بشپړ غړیتوب لري؛ د کرېکټ څارونکو په اند دغه اداره لا هم په نړیوالو معیارونو برابر لوبغالی، اکاډمۍ او نور امکانات نه لري، خو ځینو سوداګرو په پلازمېنه کابل او نورو مهمو ولایتونو کې سل ګونه زره ډالر پانګه اچونه کړې چې هره ورځ په کې په سلګونه تنه ځوانان لوبې کوي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د خصوصي سکتور په چوکاټ کې د محمدمیرزا کټوازي په نوم یو بل سوداګر هم په کابل کې د کرېکټ سرپټې اکاډمي جوړه کړې وه چې اوس مهال په‌کې لسګونه ځوانانو ته روزنه ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG