د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۷

په سویلي اسټرالیا کې د افغانانو لومړنی کرکټ کلب راشد ارمان پرانېست


راشد خان ارمان مخکې له دې چې د اسټرالیا په تجارتي لیګ کې خپله لومړۍ لوبه وکړي په سویلي اسټرالیا کې د افغانانو لومړنی کرکټ کلب پرانېست.

هغه د یاد کلب په پرانېست غونډه کې هیله وکړه چې اسټرالیا میشتي ځوان افغانان ښه پرمختګ وکړي.

راشد ارمان وویل، خوښ دی چې په اسټرالیا کې د افغانانو له تود هرکلي سره مخ شو او ویې ویل خپله هڅه کوي چې د پخوانیو لوبو په څېر د اسټرالیا په تجارتي لیګ کې هم ښه لوبه وکړي.

دی وايي:

"لکه څنګه چې تاسو ته معلومه ده بګ بش شروع شوی دی. سبا زموږ لومړنۍ لوبه ده. له تاسو هیله کوو دعاوې راته وکړئ. لکه څنګه چې پخوا مو هم ښې لوبې کړي هڅه کوو دلته هم ښه لوبه وکړو او د افغانانو نوم لوړ کړو."

اخوا په سویلي اسټرالیا کې د پښتو ټولنې مشر عذیر صافی وايي، تر ډېرو هڅو وروسته یې د سویلي اسټرالیا افغان مېشتو ته د کرکټ کلب جوړ کړ.

هغه له ازادي راډیو سره په خبرو کې د یاد کلب او اکاډمۍ په اړه معلومات ورکړل:

"دا کلب پښتون کرکټ کلب او اکاډمي نومېږي. اوس وخت ۵۰ لوبغاړي په رسمي توګه په دې کلب کې لوبېږي. موږ د دویمې درجې روزونکی هم لرو چې په سختۍ پيدا کېږي. زموږ روزونکي په پښتو هم پوهېږي."

ښاغلی صافی وايي، دوی هیله درلوده چې افغان ملي لوبغاړي په اسټرالیا کې د افغانانو دا کرکټ کلب په خپلو لاسونو پرانېزي او دا دی نن یې هیله په دې پوره شوه چې راشد ارمان یې دا کلب پرانېست.

د اسټرالیا په ملبورن، سیډني، اډیلایډ، ګولډکاسټ او ځینو نورو سیمو کې یو شمېر افغانان اوسي چې اکثر ځوانان یې په مسلکي توګه د کرکټ روزنه ترلاسه کوي.

د سویلي اسټرالیا اډیلاډ ښار په تجارتي لیګ کې یو اسټرالیا مېشتی افغان ځوان هم شامل دی.

عثمان صافی وايي، په اډیلایډ سټرایکرز سربېره به د افغانانو کرکټ کلب لپاره زیاتې لوبې وکړي.

سږ کال د اسټرالیا په بیګ بش لیګ کې چې د تجارتي سیالیو یو معتبره لیګ دی د ملي ټیم دوه غړي راشد خان او محمد نبي لوبېږي چې محمدنبي په لومړنۍ لوبه کې یوه ویکټه واخېسته او د ملبورن لوبډله یې د هوبارت په وړاندې بریا ته ورسوله.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG