د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۰

په کابل کې د کرکټ یوه اکاډمي پرانیستل کېږي


ډېر ژر به په کابل کې د کرکټ هغه اکاډمي پرانیستل شي چې د یوه ځوان افغان لوبغاړي نثار احمد صافي له لورې جوړه شوې ده.

د ابدالي په نوم دغه اکاډمي چې د کابل ښار د احمد شاه بابا په مېنه کې موقعیت لري، درې لکه امریکايي ډالره لګښت پرې راغلی دی.

ځوان کرکټر او د دغې اکاډمۍ بنسټګر نثار احمد صافي ازادي راډیو ته وویل چې دغه اکاډمي په نړیوالو معیارونو برابره جوړه شوې ده.

د ښاغلي صافي په خبره، دا چې افغانان له ورزش او په ځانګړې توګه له کرکټ سره ډېره مینه لري، نو ده غوره وګڼله چې په دې برخه کې پانګونه وکړي.

په دې وروستیو کې د کابل په ګډون د افغانستان په لویو ښارونو کې د کرکټ د تمرین لپاره یو شمېر شخصي اکاډمۍ جوړې شوي چې د ورزش د مینه‌والو په خبره، د کرکټ لوبې د ودې په برخه کې مهم رول لوبولی شي.

XS
SM
MD
LG