د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۷

په کابل کې د کرکټ د روزنې یوه معیاري اکاډمي پرانیستل شوه


په کابل کې د کرکټ د روزنې یوه معیاري اکاډمي پرانیستل شوه.

دا کاډمي چې د نثاراحمد صافي په شخصي لګښت جوړه شوې یوه له هغو شخصي اکاډمیو څخه ده چې د ښاغلي صافي په باور د امکاناتو او ظرفیت له کبله بې ساري ده.

دا شخصي اکاډمي چې د احمد شاه بابا په مېنه کې موقعیت لري په دریو وختونو کې د شااوخوا زرو لوبغاړو د ځای یدو ظرفیت لري.

نثاراحمد صافي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل اراده لري چې د اکاډمي تر څنګ د کرکټ یو معیاري لوبغالی هم جوړ کړي.

XS
SM
MD
LG