په افغانستان کې د کرکټ لپاره لومړۍ سرپټي اکاډمي پرانیستل شوه.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې دغه اکاډمي د کابل د الکوزي په نړیوال لوبغالي کې موقعيت لري چې په کې د لوبغاړو څخه پرته روزونکو او لوبڅارانو ته هم روزنيز پروګرامونه په لار اچول کېږي.
د کرکټ لپاره دغه سرپټې اکاډمي د څه باندې دوه لکه او څلوېشت زره ۲۴۰۰۰۰ ډالرو په ارزښت جوړه شوې ده.
د کرکټ بورډ د مسؤلینو په وینا پلان کې لري تر څو په راتلونکي کې پنځه نورې اکاډميانې هم د هر زون په مرکز کې جوړې کړي.