د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۳

د کابل په احمدشاه بابا مېنه کې د کرکټ یوه اکاډمي پرانېستل شوه


د کابل په احمدشاه بابا مېنه کې د ابدالي کرکټ «انډور» اکاډمي پرانېستل شوه.

دغه اکاډمي د کرکټ د یوه ځوان افغان لوبغاړي نثار احمد صافي له خوا د څه باندې درې لکو ډالرو په ارزښت جوړه شوې ده .

ښاغلی صافی وايي، د کرکټ دغه د انډور اکاډمي ۵۰ متره اوږدوالی، ۳۲ متره بر او درې نیم متره جګوالی لري.

نوموړی وايي چې په دغه اکاډمۍ کې د کرکټ مېنه وال او لوبغاړي کولای شي چې خپل تمرینات وکړي.

XS
SM
MD
LG