د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۸

ننګرهار کې د کرکټ یوه نوې اکاډمۍ پرانیستل شوه


ارشیف، ننګرهار کې د کرکټ یوه اکاډمي
ارشیف، ننګرهار کې د کرکټ یوه اکاډمي

په ننګرهار ولایت کې د کوچیان ناصري کرکټ په نوم نوې اکاډمۍ پرانېستل شوه.

د افغانستان د کورني کرکټ څانګې نن په خپل فیسبوک پاڼه لیکي چې دغه اکاډمي یو افغان سوداګر ولي ګل ناصري په شخصي لګښت جوړه کړې ده.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دغه اکاډمۍ ۶۰ زره امریکايي ډالره لګښت راغلی.

د کرکټ بورډ د دې څانګې د معلوماتو له مخې، دغه اکاډمۍ د خپلو مینه والو د ظرفیت لوړنې په برخه کې ټولې اسانتیاوې برابرې کړي دي.

د دې ادارې له لوري په ورکړل شوېو معلوماتو کې که څه هم نه دي ویل شوي چې دغه اکاډمي به د څومره کسانو د روزنې ظرفیت ولري خو وړاندې ویل شوي چې اوس مهال په ننګرهار کې ۸ د کرکټ اکاډمیانې فعالیت لري.

XS
SM
MD
LG