د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۷ لیندۍ ۱۴۰۱ کابل ۱۱:۳۹

د روسیې له لوري د اوکراین پر لویو ښارونو وروستيو بریدونو غبرګونونه پارولي


د روسیې له توغندیزو بریدونو وروسته د کییف یوه سیمه

د امریکا ولسمشر او د ملګرو ملتونو سرمنشي د اوکراین د پلازمینې په شمول په لویو ښارونو د روسیې د توغندیزو بریدونو په اړه کلک غبرګونونه ښودلي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د اکټوبر په لسمه وویل چې د روسیې غچ اخیستونکي بریدونه د اوکراین پر وړاندې د پوتین د جګړې "بشپړ وحشت" په ډاګه کوي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

بایډن په یوه بیان کې ویلي: "متحده ایالات د کییف په ګډون په اوکراین کې د روسیې توغندیز بریدونه په کلکه غندي. دې بریدونو ملکي وګړي وژلي او ټپیان کړي او غیرنظامي هدفونه یې ویجاړ کړي. دا یو ځل بیا د اوکراین د خلکو په وړاندې د ښاغلي پوتین د غیرقانوني جګړې بشپړ وحشت په ډاګه کوي."

روسي ځواکونو د اکټوبر په لسمه د اوکراین پر پلازمېنه کییف او نورو لویو ښارونو له ۸۰ ډېر توغندي وتوغول.

دا له فبروري راهیسې چې مسکو پر اوکرایین یرغل پيل کړی په لوی لاس د جګړې د زیاتولو یو اقدام بلل شوی.

د اوکراین په زیربناوو او ښاري استوګنځایونو دا بریدونه چې په کې لږترلږه ۱۱ کسان ووژل شول او ۶۴ نور ټپیان شول، د لوېدیځو مشرانو لخوا وغندل شول او تمه کېده چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په بېړنۍ غونډه کې به د بحث مهم ټکی وي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټوني ګوټریش د اوکراین پر ښارونو دا توغندیز بریدونه غندلي.

د هغه ویاند سټیفن دوجاریک دوشنبه ماښام په یوه خبري کنفرانس کې وویل: "د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل چې هغه پر اوکراین د روسیې فدراسیون د وسله والو ځواکونو لخوا د لویو توغندیزو بریدونو له امله عمیقاً خواشینی شوی دی. دا بریدونه د راپورونو په اساس د ملکي تاسیساتو او استوګنو سیمو د پراخې ویجاړۍ سبب ګرځېدلي او په نتیجه کې یې لسګونه کسان مړه او ټپيان شوي. سرمنشي ټینګار وکړ چې دا بریدونه د جګړې د تشدید څرګندويي کوي. او د تل په څیر، ملکي خلک ترټولو لوړه بیه ورکوي."

روسیې بیا د اوکراین پر ښارونو د وژونکو توغندیزو بریدونو له امله د راپورته شویو نړیوالو غبرګونو په مقابل کې کلک غبرګون وښود او ویې ویل چې دا بریدونه د کییف لخوا د ادعا شوي "ترهګریزو" کړنو په غچ کې وو.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روسیې د امنیت شورا له غړو سره په یوه ویډیويي تماس کې، دا بریدونه د کییف د اکټوبر د اتمې د هغه بمي برید غچ وباله چې په کې د کریمیا او روسیې یو اصلي نښلوونکی پل ویجاړ او د روسي ځواکونو د اکمالاتو یوه اصلي د اوسپنې پټلۍ تخریب شوه.

پوتین وویل، که نور د ده په خبره تروریستي بریدونه وشي د روسیې غبرګون به لا سخت وي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG