د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۳

د قطر تخنیکي ټیم د کابل په هوايي ډګر کې خپل کار پای ته ورساوه


ارشیف: د کابل نړیوال هوايي ډګر کې د قطر یوه الوتکه
ارشیف: د کابل نړیوال هوايي ډګر کې د قطر یوه الوتکه

د قطر تخنیکي ټیم د کابل په هوايي ډګر کې خپل کار پای ته ورساوه.

په کابل کې د قطر سفارت په خپل ټویټر کې اعلان کړی چې د دغه هېواد تخنیکي ټیم د کابل د هوايي ډګر د برخو د بیارغونې چارې بشپړې کړي دي.

سفارت لیکلي: "د قطر تخنیکي ټیم د نړیوالو معیارونو سره سم د کابل د هوايي ډګر په بیارغونه کې همکاري کړې چې د بشري مرستو د لېږلو او د کابل په هوايي ډګر کې د ټرافیکو د بیا پیلولو لپاره ډېره مهمه ده."

په تېر یوه کال کې د طالبانو حکومت د کابل د هوايي ډګر د فعالیتونو د بیا فعالولو لپاره له نورو هېوادونو د مرستې غوښتنه کړې او قطر لومړنی هېواد و چې دغه ډګر یې فعال کړ.

وروسته یې د ګاک په نوم یو شرکت سره چې په متحده عربي اماراتو کې مېشت دی، دوه تړونونه هم لاسلیک کړل.

لومړی تړون له دې شرکت سره د جوزا په میاشت کې لاسلیک شو چې پر اساس یې د هېواد د څلورو هوايي ډګرونو د عملیاتو مسوولیت ګاک ته وسپارل شو.

له هغه شاوخوا درې میاشتې وروسته، د سنبلې میاشتې په ۱۷مه نېټه، د طالبانو حکومت له ګاک شرکت سره د هوايي لارښوونو د خدماتو د ښه کولو لپاره یو بل تړون لاسلیک کړ.

دا تړون د لسو کلونو لپاره دی.

د دې تړون پر بنسټ، په پام کې ده چې د تړون تر لاسلیک وروسته د دوو میاشتو په موده کې یو ځل بیا افغانستان ته د نړیوالو هوايي شرکتونو د الوتنو لپاره زمینه برابره شي او له هوکړې وروسته د شپږو میاشتو په موده کې په افغانستان کې له نړیوالو معیارونو سره سم هوايي تګ راتګ پیل شي.

په همدې حال کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره په دې برخه کې د قطر همکاري مهمه ستاینه کړې ده.

د طالبانو په لاس د کابل له سقوط او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو د بهیر له پای ته رسېدو وروسته د کابل هوايي ډګر د یوې تخنیکي ډلې د نه شتون او ځینو تخنیکي ستونزو له امله د څه مودې لپاره د الوتنو پر مخ تړل شوی و.
د طالبانو په لاس د کابل له سقوط او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو د بهیر له پای ته رسېدو وروسته د کابل هوايي ډګر د یوې تخنیکي ډلې د نه شتون او ځینو تخنیکي ستونزو له امله د څه مودې لپاره د الوتنو پر مخ تړل شوی و.

بلخوا د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وياند امام الدين احمدي هم د کابل د هوايي ډګر د تخنيکي برخو په برخه کې له قطر څخه د دغه تخنيکي ټيم مرسته مهمه وبلله.

احمدي وویل: "موږ د قطر د تخنيکي ټيم په مرسته د مخابراتي او راډيويي سيسټمونو او ځينو نورو سيسټمونو سره يو ځاى رادارونه فعال کړل، چې له امله يې مننه کوو او د دوى همکاري تر نن ورځې پورې دوام لري."

د طالبانو په لاس د کابل له سقوط او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو د بهیر له پای ته رسېدو وروسته د کابل هوايي ډګر د یوې تخنیکي ډلې د نه شتون او ځینو تخنیکي ستونزو له امله د څه مودې لپاره د الوتنو پرمخ تړل شوی و.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند خپلواکې ادارې د الوتنو د خوندیتوب د معیارونو د څانګې پخواني مشر غلام جیلاني وفا د تېر کال د جنورۍ په ۷مه له ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل چې د کابل نړیوال هوايي ډګر د ځینو زیربناوو له امله میلیونونه ډالره زیان اوښتی دی.

داپه داسې حال کې ده چې طالبان اوس هم له هغو بنسټونو څخه چې په تېرو شلو کلونو کې د امريکا په مشرۍ د بهرنيو مرستو په مرسته جوړ شوي دي استفاده کوي او اوس يو شمېر هليکوپټرې او پوځي الوتکې د طالبانو له خوا کارول کېږي.

XS
SM
MD
LG