د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

ایران د اټومي تړون بیا ژوندي کولو لپاره د امریکا وړاندیزونو ته ځواب ورکړی


د ایران بوشهر کې د اټومي بټۍ انځور
د ایران بوشهر کې د اټومي بټۍ انځور

ایران د سپټمبر په لومړۍ نېټه د متحده ایالاتو هغو وړاندیزونو ته یو لیکلي ځواب استولی چې هدف یې د نړۍ له پیاوړو هېوادونو سره د ۲۰۱۵م اټومي تړون بیا ژوندي کول دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني په یو بیان کې ویلي، د ایران له خوا استولی شوی متن د مذاکراتو د نهايي کولو لپاره رغنده چلند دی، خو ده د متن د منځپانګې په اړه یې جزییات نه دي ورکړي.

د ایران دولتي رسنۍ وايي، د تهران ځواب د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیف بورېل ته استول شوی چې د ایران د اټومي تړون د بیا ژوندي کولو لپاره خبرې اترې تنظیموي.

د امریکا او ایران ترمنځ د شپاړس میاشتو غیرې مستقیمو خبرو وروسته بورېل د اګست په میاشت کې وویل، اروپايي ټولنې د ایران سره د ۲۰۱۵م کال د اټومي تړون د بیا احیا په وړاندې پر خنډ د برلاسۍ لپاره یو وروستي وړاندیز رامخې ته کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزات تایید کړې چې دوی د اروپايي ټولنې په وسیله د ایران وړاندیز ترلاسه کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي: "موږ دا وړاندیز مطالعه کوو او د اروپايي ټولنې له لارې به یې ځواب ووایو، خو له بده مرغه (د ایران) دا وړاندیز رغونکی نه دی."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم نه دي ویلي چې په وړاندیز کې څه شامل دي.

له هغې وروسته چې د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸م کال کې د ایران سره د شوي اټومي تړون څخه په یو اړخیزه توګه د امریکا متحده ایالتونه وویستل، اروپايي ټولنې تهران او واشنګټن ترمنځ د دې تړون د بیا احیا لپاره غیرې مستقیمو خبرو کې د منځګړي رول لوبولی دی.

د ایران او د نړۍ د پیاوړو هېوادونو ترمنځ په ۲۰۱۵م کال کې د لاسلیک شوي اټومي تړون له مخې ایران د نړیوالو بندیزونو د لرې کېدو په بدل کې د یورانیمو د غني کولو چاره محدودوي.

په دې تړون کې ویل شوي دي چې ایران د نړیوالې اټومي ادارې تر دقیق څار لاندې یوازې درې سوه کیلوګرامه یورانیم تر درې عشاریه اوه سلنې پورې بډایه کولی شي.

د ایران نطنز کې د اټومي تاسیساتو یو مرکز
د ایران نطنز کې د اټومي تاسیساتو یو مرکز

خو د نړیوالې اټومې ادارې وروستی راپور ښيي چې ایران دا مهال ۳۸۰۰ کیلوګرامه غني شویو یورانیم زیرمه کړي دي.

ایران همدارنګه دا مهال یورانیم تر شپیتو فیصد خالص والي پورې بډایه کوي او ځینو څارونکو خبرداری ورکړی چې دا هېواد دا مهال کافي شپېته سلنه بډایه شوي یورانیم لري چې لږ تر لږه د یو اټومي بم د سون د موادو لپاره یې وکاروي.

ایران بیا ټینګار کوي چې د اټومي وسلو د جوړولو هوډ نه لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د دې اونۍ په پیل کې وویل تهران د اټومي تړون د بیا ژوندي کولو په برخه کې له واشنګټن څخه پیاوړي تضمین ته اړتیا لري.

نوموړې همدارنګه زیاته کړه چې د اټومي انرژۍ د څار نړیواله اداره هم باید د تهران د اټومي چارو په اړه "د سیاسي انګېزو لرونکي څېړنې" ودوري.

  • 16x9 Image

    اجمل اند

    اجمل اند (په انګرېزۍ کې: Ajmal Aand) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د افغانستان د څانګې خبریال او د پښتو برخې اډیټور دی. نوموړي کلونه- کلونه په افغانستان کې هم د ازادۍ راډیو لپاره کار کړی دی. 

XS
SM
MD
LG