د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۶

امریکا: طالبان د افغانانو ملاتړ نه لري


د طالبانو غړي او بیرغ
د طالبانو غړي او بیرغ

په افغانستان کې د امریکا مخکنی شارزدافیر راس ویلسن وايي، طالبان د افغانانو ملاتړ نه‌لري.

راس ویلسن چې د طالبانو له‌خوا د کابل د نیولو پر مهال په افغانستان کې د امریکا شارزدافیر و، واک ته د طالبانو رسېدل د دې ډلې د اوږدې جګړې پایله بولي.

ښاغلي ویلسن سکای نیوز سره مرکه کې ویلي، دا چې طالبان قدرت ته رسېدلي، په دې معنا نه‌ده چې ګنې د خلکو پراخ ملاتړ لري.

په افغانستان کې د امریکا مخکنی شارزدافیر راس ویلسن
په افغانستان کې د امریکا مخکنی شارزدافیر راس ویلسن

هغه زیاته کړه: "دوی له دې امله واک ته نه‌دي رسېدلي چې ګنې د افغانستان اکثریت خلکو غوښتل، بلکې له دې امله قدرت ته ورسېدل چې د نورو په پرتله یې سخته، اوږده او په پوره ژمنتیا جګړه وکړه. بل خبره دا ده چې دوی د خلکو ملاتړ نه‌لري او له همدې امله دوی او دا هېواد اوسمهال له یو لوړ ستونزو مخ دی."

د ازادي راډیو خبریال له طالبانو په افغانستان کې د امریکا د دې پخواني لوړپوړي ډیپلوماټ د څرګندونو په اړه وپوښتل، خو ویاند یې ذبیح‌الله مجاهد ځواب ورنه کړ.

مګر له دې وړاندې د ښاغلي مجاهد په ګډون ډېرو طالب چارواکو دا خبره کړې چې ګنې واک ته د رسېدو لامل یې له دوی د خلکو ملاتړ دی.

خو د طالبانو له دې ادعا سره سره د دوی اوسني واکمني په داسې حال کې چې په افغانستان کې د نیوکې او نظر څرګندول تر ډېره محدود شوي او خلک ځان سانسوروي، بیا هم له سختو نیوکو سره مخ ده.

طالبانو د نجونو ښوونځي تړلي، ښځې یې له کار منع کړي او تر خوا یې د بشري حقونو په نقض، د مخکني حکومت د سرتېرو او امنیتي ځواکونو او چارواکو په وژنو او د واک په انحصار تورن دي.

ارشیف: په خوست کې د نجونو د ښوونځي یو ټولګی
ارشیف: په خوست کې د نجونو د ښوونځي یو ټولګی

تر خوا یې په طالبانو دا تور هم پورې کېږي چې یوازې د خپلې ډلې کسانو ته دولتي چوکۍ ځانګړي کړي او د مخکني حکومت ډېری کسان یې هم په کور کړي دي.

خو طالبان دا تورونه ردوي.

خو د افغانستان په دې شارېدلې وضعیت کې په افغانستان کې د امریکا پخوانی شارزدافیر هغه نسل چې د امریکا او اروپايي ټولنې د حضور پر مهال پرې پانګونه شوې د افغانستان د بدلون لپاره یوه هیله بولي.

هغه زیاته کړه: "دا په دې معنا نه‌ده چې زه دا فکر کوم چې د طالبانو سقوط نږدې دی یا هغوی چې لویدیځ پلوه دي یا هم هغه کسان چې موږ پرې پانګونه کړې، د واک نیولو ته نږدې دي. مګر زه تر اوسه هم فکر کوم چې دوی دا میلیونونه کسان د بدلون لپاره یو قوت دی او وي به."

راس ویلسن که څه هم د طالبانو بیا ژر سقوط لېرې بولي، خو زیاتوي، دی اوس هم فکر کوي چې په افغانستان کې د بدلون لپاره میلیونونه روزل شوي کسان شته.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG