د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۵

پاکستان ته تللي افغانان کومو ستونزو کې دي؟


یاده افغانه نجلۍ د پاکستان په يوه کمپ کې په ډېر بد وضعيت کې ژوند کوي.
یاده افغانه نجلۍ د پاکستان په يوه کمپ کې په ډېر بد وضعيت کې ژوند کوي.

په دې راپور کې مو په اسلام اباد کې د افغانانو د یو نوې جوړ شوي کمپ د يوې کډوالې وضعيت ته کتنه کړې ده.

یوه له دغو افغانانو چې د امنیتي ستونزو له کبله نه‌غواړي نوم‌یې واخیستل شي وايي له ډېرې مجبورې ورځې له کومه نارینه پرته له دوو کونډو او درې وړو ماشومانو سره په ډېرو ستونزو د سپین بولدک له لارې تر اسلام اباد رارسېدلي دي.

دې واده نه دی کړی، نو ورسره دا دوه تازه کونډې شوې ښځې او ماشومان څوک دي؟

وايي ورور یې له امریکایانو سره ترجمان و، هغه امریکې ته ووت، خو ادعا کوي چې پلار او یو اوښی یې طالبانو د ورور په سر ورته وژلي دي.

طالبانو بیا مخکې داشان ادعاوې رد کړې دي.

دا چې د اقتصاد پوهنځي لېسانسه ده، څلور میاشتې کېږي، چې له دوو کونډو مور او خور او درېیو ماشومو خورینو سره، په اسلام اباد کې د پریس کلب F/6 په نوم په یو کمپ کې اوسېږي، هغوی چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو ورسته دغه هېواد ته کډه شوي دي.

دې واده نه دی کړی، نو ورسره دا دوه تازه کونډې شوې ښځې او ماشومان څوک دي؟
دې واده نه دی کړی، نو ورسره دا دوه تازه کونډې شوې ښځې او ماشومان څوک دي؟

نوموړې وايي: "پلار جان مې ازاد کاروبار کولو، په دې جرم چې زوی یې ترجمان و او له امرکایانو سره یې کار کړی و او د هغو عقایدو پر بنسټ چې د اماراتو کسانو درلودل هغه یې له کور وویست او ویې وژو، اوښی مې هم د یو خصوصي بانک مرستیال او ډاکټر و او په دې دلیل چې زمونږ د کورنۍ غړی و، طالبان راغلل او هغه یې هم په همدې ډول ووژو."

مخکې یو شمېر نورو کسانو هم ازادي راډیو سره په خبرو کې ورته ادعاوې کړي، چې د کورنۍ غړي یې د طالبانو له خوا وژل شوي دي.

خو طالبانو بیا په وار وار ویلي، چې د خپل مشر د عمومي عفوې فرمان ته ژمن دي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا مخکې د دوی تر ولکې لاندې ملي راډیو ټلوېزیون ته دا خبره کړې وه، چې له بده مرغه په ځینو ولسوالیو او کلیو کې د شخصي عقدو او شخصي دښمنیو له مخې ځینې کارونه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر یونما بیا ویلي، د طالبانو د سرپرست حکومت غړیو د اګست له پنځلسمې د جون تر پنځلسمې نېټې پورې یوازې د پخواني حکومت لږ تر لږه ۱۶۰ چارواکي وژلي او په دې کار سره یې هغه عفوه په دوامداره توګه نه ده عملي کړې چې دوی اعلان کړې وه.

خو طالبانو هغه مهال دا راپور هم رد کړی و.

دا وايي، کیسه دلته ختمه نه ده او دوی له دې ویرې او دا چې په خبره یې لا هم دوی ته ګواښ موجود و، د سپین بولدک له لارې پاکستان ته راغلل.

نوموړې وايي: "بیا هم زمونږ په تعقیب کې ول او بلاخره مونږ د شپې په دوو بجو د کندهار او سبین بولدک له لارې پاکستان ته راغلو، خو په ډېرې سختۍ، ستونزو او ناهیلۍ، څوک چې په دې لاره راغلي مونږ درک کولای شي."

پاکستان کې د کډوالو هغه کمپ چې دا په‌کې ژوند کوي.
پاکستان کې د کډوالو هغه کمپ چې دا په‌کې ژوند کوي.

اوس دغه افغانه وايي، دوی په اسلام اباد کې په کوم کمپ کې چې مېشت دي، له خورا جدي ستونزو سره مخ دي، که لمر وي سوځي، که باران وي خېمې یې څاڅي او نورو ډېرو اړینو خدمتونو ته هم لاس رسی نه لري.

دې وویل: "له پیل نه تر ختمه ټولې ستونزې دي، ځکه دلته د ژوند کولو لپاره هیڅ امکانات نه‌شته، خېمه ده او هغه هم دلته دغه خلکو خپله ځانته د لمر او باران نه د خوندیتوب په خاطر ځانونو ته برابره کړې، د څښاک پاکې اوبه نه‌شته، حمام نه‌شته، هیڅ امکانات مونږ نه لرو، یوازې یوه دښته ده، په دغه دښته يا ډاګ کې مونږ اوسېږو."

دا د پاکستان له حکومت، له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غواړي، چې د دوی دغه وضعیت ته پام واړوي.

هڅه مو وکړه، خو د دغه کمپ نورو اوسېدونکو سره په خبرو بریالي نه شوو، خو کوم تصویرونه چې دې افغانې نجلۍ ازادي راډیو ته رالېږلي ښيي، چې دا ستونزې یوازې د دې نه، بلکې په دغه کمپ کې د استوګنو نورو افغانانو هم دي.

هغوی، چې کره شمېر یې دې ته نه دی معلوم.

دا د پاکستان له حکومت، له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غواړي، چې د دوی دغه وضعیت ته پام واړوي.
دا د پاکستان له حکومت، له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غواړي، چې د دوی دغه وضعیت ته پام واړوي.

دا چې له دغو کسانو سره ولې تر اوسه اړینې مرستې نه دي شوي، په اسلام اباد کې د ازادي راډیو د مشال څانګې خبریال طاهر خان وايي، دا خلک د اصولو له مخې په کډوالو کې نه شي راتللی، ځکه په خبره یې په پاسپورتونو او ویزو راغلي دي.

نوموړی د دغو افغانانو ستونزې تايدوي او وايي: "کم خلک دي، دا دومره زیات خلک نه دي، خو په هر حال هر څومره چې دي، انسانان دي او په مشکل دي، نو پکار ده چې نړۍ هم ورسره مرسته وکړي او پاکستان هم ورسره مرسته وکړي."

د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو ورسته ډېری افغانان چې د دوی په خبره د طالبانو له ګواښونو سره مخ وو، په دې هیله هم له افغانستانه، پاکستان ته ولاړ څو له هغه ځایه نورو هېوادونو ته ولاړ شي، چې یو شمېر یې تر منزل ورسېدل خو ډېری یې لا هم په دغه هېواد کې مېشت او له بېلابېلو ستونزو سره مخ ژوند لري.

په پاکستان کې مو د دغه افغانانو د ستونزو په اړه د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني هم وپوښت خو د راپور تر لیکلو پورې مو کوم ځواب ترې ترلاسه نه کړ.

XS
SM
MD
LG