داسې ښکاري چې ورځ تر بلې د طالبانو د حکومت او د مخالفانو ترمنځیې د جوړجاړي لپاره د سیاسي حل دروازې مخ په بندېدو دي.
وروستیو کې په بېلابېلو ولایتونو کې په مختلفو نومونو یو شمېر کسانو د طالبانو حکومت ضد وسلهوال پاڅون پیل کړی، خو تر ټولو تازهیې د افغانستان د مخکېني وسلهوال پوځ د یو لوړپوړي جنرال سمېع سادات څرګندونې دي چې وايي، دوی نور اړ دي چې د افغانستان د خلاصون لپاره لاس په کار شي.
ښاغلي سادات ته په یوه منسوب صوتي پیغام کې ویلي، له اوسني حاله د افغانستان د ژغورنې لپاره به له هرې وسیلې کار واخلي.
د ښاغلي سادات په یو غږیز پیغام کې چې د خبریالانو په یو واټساپ ګروپ کې خپور شوی، ادعا شوې چې طالبانو د افغانستان د دښمنانو هغه هیله پوره کړه، کومه چې یې له افغانستانه د کادرونو د تېښتې او د بنسټونو د ویجاړۍ لپاره درلوده.
په دغه غږیز پیغام کې ټینګار شوی چې دی به له اختره وروسته د امنیتي او دفاعي ځواکونو د انسجام بهیر پیل کړي.
نوموړي په خپله رسمي فېسبوکپاڼه د دې موضوع په اړه خپاره شوي راپورونه تأیید کړي دي.
امریکا غږ اشنا راډیو هم په خپل یو راپور کې د ښاغلي سادات ورته خبرې راخیستي او ویلي چې امریکا غږ سرهیې په مرکه کې دا خبرې کړې دي.
دی زیاتوي: "د خپل وطن لپاره به عملي اقدامات وکړو او په دې عملي اقداماتو کې سیاسي فعالیت هم شته، مدني حرکت هم شته او مسلحانه کارونه هم شته. بدبختانه بله چاره نهلرو، طالبانو داسې وچ مجبوریت ته درولي یوو چې بیا سلاح راواخلو او د وسلې په زور خپل وطن ازاد کړو."
جنرال سمېع سادات د جمهوري نظام پر مهال په څو مهمو پوځي پوستونو دندې مخته وړي چې تر ټولو وروستۍ هغهیې د کابل د امنیت د عمومي مسؤل په توګه وه. هغه د میوند قول اردو قوماندان او د ملي پوځ د ځانګړو ځواکونو مشر هم پاتې شوی دی.
خو طالبان بیا د ښاغلي سادات د څرګندونو په غبرګون کې وايي، که دا ډول کسان د دوی له عمومي بخښنې استفاده ونهکړي او بیا په کوم کار لاس پورې کړي، له سخت دریځ سره به مخ شي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "داسې ډېره اسانه ده، هر څوک کولای شي یوه ادعا وکړي، ولې واقعیت دا دی چې په افغانستان کې نور چا ته مجال نهدی پاتې چې څوک په مخالفت لاس پورې کړي او یا دې جبهې ته زړه ښه کړي."
د طالبانو حکومت ضد د یوه نوي حرکت د پیل خبره داسې مهال مطرح کېږي چې همدا اوس د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د ملي مقاومت جبهې او ځینو نورو پاڅون کوونکو لهخوا له طالبانو سره جګړه روانه ده.
موده وړاندې سیګار یوه راپور کې ویلي و، د افغانستان د مخکېني وسلهوال پوځ یو شمېر کمانډویان هم د طالبانو ضد جبهو سره یوځای شوي دي.