د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۱

ارګ: ولسمشر غني په شمال کې د طالبانو ضد جګړې لپاره ګډ امنیتي کمېسیون جوړ کړ


د روان کال د جولای میاشتې په ۱۳مه بلخ ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سفر
د روان کال د جولای میاشتې په ۱۳مه بلخ ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سفر

افغان ولسمشر اشرف غني بلخ ته په خپل سفر کې د طالبانو پر ضد د جګړې لپاره دغه ولایت کې یو ګډ امنیتي کمېسیون جوړ کړ.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند محمد امیري نن چهارشنبه «۱۴۰۰ کال د زمري ۲۰» ازادي راډیو ته وویل چې دا کمېسیون به په شمال زون کې د طالبانو پر ضد د عملیاتو د مرکز په توګه کار کوي.

هغه وویل چې دغه کمېسیون ته دنده سپارل شوې چې ولسي پاڅون کوونکي جذب، افغان امنیتي ځواکونه تجهیز او د طالبانو پر ضد په ټول شمال کې عملیات پلان او رهبري کړي.

ښاغلی امیري زیاتوي: "یاد کمېسیون به سر له نن څخه خپل کار پیلوي. کمېسیون د طالبانو او د وطن د دښمنانو په وړاندې د عملیاتو همغږي کوي او د تجهیز په برخه کې افغان ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو سره مرسته کوي."

بلخ ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني نننی سفر
بلخ ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني نننی سفر

تر دې مخکې د ولسمشرۍ ماڼۍ یوه بل مرستیال ویاند لطف محمود ازادي راډیو ته ویلي و چې ولسمشر اشرف غني بلخ ته په خپل سفر کې یوه فوق‌العاده امنیتي غونډه ترسره کړې.

ښاغلي محمود زیاته کړه چې ولسمشر غني له مارشال عبدالرشید دوستم، عطا محمد نور، جمعه خان همدرد او محمد محقق سره په مزار شریف کې کتلي او له هغوی یې غوښتي چې د طالبانو په وړاندې جګړه کې رول ولوبوي.

د ولسمشر مرستیال ویاند وویل چې اشرف غني د بلخ ولایتي شورا له استازو، د شمال امنیتي چارواکو او د قومي مخورو سره هم کتلي.

مارشال عبدالرشید دوستم له ولسمشر غني سره له ناستې څو شېبې وروسته په بلخ کې رسنیو ته وویل چې طالبان به په شمال زون کې وځپي.

هغه ګواښ وکړ چې طالبان خلکو ته د منلو نه‌دي او له خپلو پلویانو یې وغوښتل چې د هغوی په وړاندې قیام وکړي.

ده وویل چې د طالبانو پر ضد جګړه به له تخار، فاریاب او جوزجان څخه پیل کړي.

مارشال عبدالرشید دوستم
مارشال عبدالرشید دوستم

طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد بیا د مارشال عبدالرشید دوستم خبرو ته په غبرګون کې ازادي راډیو ته وویل چې دا بحث بې‌بنسټه دی.

ده وویل چې اوس دوستم د خلکو منځ کې ځای نه‌لري.

د جمعیت د جلا شوې څانګې مشر عطا محمد نور هم له ولسمشر غني سره تر کتلو وروسته رسنیو ته څرګندونې وکړې.

ده وویل چې په بلخ کې دی او د هغه ځواکونه به د طالبانو په وړاندې جګړه کوي او له ولسمشر غني سره په ناسته کې د جګړې پر څرنګوالي، د ځواکونو په تجهیز او د عملیاتو پر سیمو خبرې شوي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تېره شپه د ارزګان، کندهار، زابل او بدخشان پر مرکزونو حملې وکړې.

د زابل والي محمد اکبر بارکزي ویلي چې د طالبانو حمله‌یې په شا تمبولې او طالبان د خلکو له پاڅون او قیام سره مخ دي.

حکومت هم د طالبانو په وړاندې د جګړې د شدت لپاره په ځینو نظامي بستونو کې بدلونونه راوستي.

په دغه بدلونونو کې د دفاع وزارت د کمانډو ځواکونو قوماندان هیبت‌الله د محمد ولي احمدزي پر ځای د هېواد د لوی درستیز په توګه او همداراز د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان سمېع سادات د هیبت‌الله پر ځای د دفاع وزارت د کمانډو ځواکونو د قوماندان په توګه ګمارل شوي.

XS
SM
MD
LG