د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

پر پلخمري، فیض اباد، مزارشریف او ایبک د طالبانو حملې؛ ایا په شا شوي؟


مزار شریف
مزار شریف

طالبانو د افغانستان په شمال کې د یو شمېر نورو ښارونو د نیولو لپاره خپلو بریدونو ته دوام ورکړی.

دې ډلې تېره شپه د بغلان په پلخمري، د بدخشان په فیض‌اباد، د بلخ په مزارشریف او د سمنګان په ایبک ښارونو بریدونه کړي.

  • د بغلان وضعیت

د بغلان د پولیسو ویاند جاوېد بشارت ازادي ازادي راډیو ته وویل، طالبانو تېره شپه له څو خواوو پر پلخمري ښار برید وکړ، خو د امنیتي ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو له سخت مقاومت سره مخ شول.

ښاغلی بشارت وايي، اوس‌مهال د دواړو لوریو ترمنځ جګړه روانه ده: "د حکومت مخالفانو له څو لوریو په پلخمري برید کړی، خو د برید مخه نیول شوې. ګډو امنیتي ځواکونه کمانډویان، ملي امنیت، ملي اردو، ملي پولیس او ولسي پاڅون کوونکي مقاومت کوي. دوی کوم پرمختګ نه‌لري، خو تلفات یې زیات دي."

د بغلان پولیس وايي، طالبانو تېره شپه له څو خواوو پر پلخمري ښار برید وکړ
د بغلان پولیس وايي، طالبانو تېره شپه له څو خواوو پر پلخمري ښار برید وکړ

د بغلان له ۱۴ ولسوالیو ۷ یې د طالبانو تر ولکې لاندې دي او له څه مودې راهیسې یې پلخمري سره تړلي لارې هم بندې کړي.

  • د بدخشان وضعیت

طالبانو د بدخشان پر مرکز فیض اباد هم برید کړی، خو د دې ولایت د پولیسو ویاند ثنا‌الله روحاني وايي، دوی د دې ډلې برید مات کړی او درنه مرګ‌ژوبله یې ور اړولې ده: "تېره شپه د حکومت مخالفو وسله‌والو په دویم ځل د بدخشان په مرکز فیض اباد برید وکړ او غوښتل یې ښار ونیسي، د خوښۍ ځای دی چې برید یې له ماتې سره مخ شوی."

د ښاغلي روحاني په خبره، افغان ځواکونو سره جګړه کې د طالبانو یو مهم قوماندان ملا حافظ او ۲۰ ملګري یې وژل شوي دي.

  • د بلخ وضعیت

د افغانستان شمال کې مزار شریف بل ښار دی چې طالبانو پرې د برید هڅه کړې.

د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل
د بلخ د پولیسو ویاند عادل شاه عادل

د دې ولایت د پولیسو ویاند عادل شاه عادل ازادي راډیو ته وویل، طالبانو پر دهداي ولسوالۍ برید کړی، خو د دې ولسوالۍ ولسوال سید مصطفی سادات بیا وايي، دې ډلې هڅه کوله چې د دې ولسوالۍ له کوډ او برق څلورلارې ځان مزارشریف ته نږدې کړي چې مخه یې نیول شوې ده.

  • د سمنګان وضعیت

هاخوا طالبان بیا د سمنګان په ایبک ښار کې د یو شمېر سیمو له نیولو خبر ورکوي.

دا ډله وايي، د دره زندان، منګ‌تاش، لرغان او حسین خېلو له سیمو کې پر ایبک ښار بریدونه پیل کړي، خو په سیمه کې ځايي چارواکي د طالبانو د بریدونو په اړه څه نه وايي.

  • د کورنیو چارو وزارت غبرګون

د کورنیو چارو وزارت بیا وايي، کندز، شبرغان، سرپل او سمنګان کې طالبانو ته له درنې مرګ‌ژوبلې اوښتو وروسته، دې ډلې پر مزارشریف او پلخمري بریدونه کړي، خو هلته یې هم ماتې خوړلې.

د دې وزارت ویاند میرویس ستانکزي ازادي راډیو ته وویل: "په کندز، شبرغان، سرپل او سمنګان باندې د دښمن بریدونه دوام لري، له نېکه‌مرغه افغان ځواکونه د دوی پر وړاندې مقاومت کوي. کندز او ځینو نورو ښارونو کې پرمختګونه لرو او دښمن ته درانه تلفات اوښتي دي. دښمن له فشار لیدو وروسته، مزار شریف او پلخمري ښارونو ته مخ کړې، خو هلته زموږ امنیتي کمربندونه مستحکم دي او د دښمن پر وړاندې مقاومت فوق‌العاده او دښمن ته یې درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده."

د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزی
د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزی

ښاغلی ستانکزی په هرات، لښکرګاه او کندهار کې هم د وضعیت له عادي کېدو او د دې ښارونو د نیولو لپاره د طالبانو د پلان له شنډېدو خبر ورکوي.

  • د ملي دفاع وزارت غبرګون

په ورته وخت ملي دفاع وزارت وايي، په ټولو هغو سیمو یې چې طالبانو پرې بریدونه پیل کړي، له دې ډلې سره سخته جګړه روانه ده.

دغه وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د ځمکنې او هوايي بریدونو په پایله کې ۵۷۹ طالبان وژلي او ۱۶۱ نور یې ټپیان کړي.

د یاد وزارت له قوله، دا عملیات په ننګرهار، خوست، لوګر، پکتیا، کندهار، هرات، فراه، جوزجان، سمنګان، هلمند، تخار، کندز او پنجشېر کې شوي دي.

  • د طالبانو غبرګون

خو طالبان بیا برعکس په دې ولایتونو کې د خپل پرمختګ او یو شمېر سیمو له نیولو خبر ورکوي.

له زرنج، شبرغان، سرپل او تالقان له نیولو وروسته، د افغانستان په شمال کې دا څلور نور ولایتونه دي چې طالبان یې د نیولو هڅه کوي، خو افغان حکومت وايي، طالبان د دې ښارونو په نیولو نه دي بریالي شوي.

XS
SM
MD
LG