افغان ولسمشر اشرف غني بلخ ته په خپل سفر کې د ولسي پاڅون کوونکو د ځواکونو په همغږۍ او تجهیز تاکید کړی.
د ولسشر مرستیال ویاند، لطیف محمود ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلي غني په دغه سفر کې د سیاسي شخصیتونو او د مختلفو احزابو له مشرانو سره وکتل.
ښاغلي محمود زیاته کړه چې ولسمشر غني له مارشال عبدالرشید دوستم، عطا محمد نور، جمعه خان همدرد او محمد محقق سره په مزارشریف کې فوق العاده غونډه وکړه.
ولسمشر په یاده غونډه کې د ولسي پاڅون کوونکو د همغږۍ او تجهیز پر څرنګوالي بحث کړی.
هغه وویل: "ولسمشر له هغوی سره مشوره وکړه او همدا راز په پام کې ده څو په ټول شمال او شمال ختیځ کې د طالبانو پر وړاندې عملیات پيل شي."
د ولسمشر مرستیال ویاند وویل چې اشرف غني د بلخ له ولایتي شورا استازو، د شمال امنیتي چارواکو او د قومي مخورو سره هم ګوري.
مارشال عبدالرشید دوستم له ولسمشر غني سره له ناستې څو شېبې وروسته په بلخ کې رسنیو ته وویل چې طالبان به په شمال زون کې وځپل شي.
هغه وویل، دی به د طالبانو پرضد په شمال او شمال ختیځ زون کې د افغان ځواکونو او ولسي پاڅونوالو د جګړې مشري کوي.
نوموړي له خپلو پلویانو وغوښتل چې د طالبانو پر وړاندې قیام وکړي او زیاته یې کړه چې طالبان باید د خلکو له لوري وځپل شي.
ده وویل: "دښمن باید وځپو او هغه هم له څو استقامتونو څخه باید دا کار وشي. له تخاره، همدا رنګه له جوزجان او فاریابه دا کار باید وشي."
مارشال دوستم وویل چې طالبان د هېواد په شمال کې د افغان امنیتي ځواکونو په دام کې بند پاتې کېږي او د تېښتې لاره به ونه لري.
هاخوا بیا د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته په خبرو کې د مارشال دوستم دا خبرې بې بنسټه وبللې.
مجاهد وویل چې دوستم نور د خلکو ترمنځ ځای نه لري او طالبان لا د خلکو له کوم غبرګون سره نه دي مخ شوي.
د جمعیت ګوند د جلا شوې څانګې مشر، عطا محمد نور هم له ولسمشر غني سره تر کتلو وروسته رسنیو ته څرګندوې وکړې.
هغه وویل چې دی په بلخ کې د طالبانو پرضد د پاڅون کوونکو او افغان امنیتي ځواکونو د عملیاتو پر څرنګوالي کار کوي.
افغان چارواکو ادعا کړې چې په بلخ کې یې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د طالبانو سره په وسله والو نښتو کې څه باندې ۲۰۰ طالبان وژلي.
خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد دا ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې په بلخ کې یې ۱۹ امنیتي پوستې نیولي.
طالبانو په تېره یوه اوونۍ کې د شمال زون ۷ ولایتونه له هغې ډلې جوزجان، سرپل، سمنګان، بغلان، تخار، کندز او بدخشان نیولي دي.
خو افغان دولت بیا وايي چې ژر به دا سیمې بېرته خپلې کړي.