افغانستان
دفاع وزارت: د بلخ کلدار ولسوالۍ د۲۰ طالبانو په وژلو بېرته ونیول شوه
د افغانستان دفاع وزارت وايي، د بلخ کلدار ولسوالۍ د شااوخوا شلو طالبانو په وژلو سره بېرته د افغان ځواکونو له خوا ونیول شوه.
د دفاع وزارت یوه ویاند فواد امان په خپل ټوېټر افغان پوځیانو د ولسي پاڅون په ملاتړ کلدار ولسوالي ازاده کړه.
هاخوا په بلخ کې د مېشتې شاهین ۲۰۹ قول اردو ویاند حنیف رضايي په دې اړه دوشنبه ماښام ازادي راډیو ته وویل: "د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې چې د ولسي پاڅون همکاري هم ورسره وه شل وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۶ تنه یې ټپیان دي. یو شمېر وسلې او مهمات یې هم افغان پوځیانو ته په لاس ورغلي. او د افغانستان دری رنګه بیرغ د کلدار ولسوالۍ په ټولو ولسوالیو باندې ودرول شو."
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا ادعا کړې چې د کلدار په جوی جدید سیمه کې ۶ افغان عسکر د طالبانو له خوا وژل شوي او ۱۳ نور یې ژوبل دي.
د بلخ یو شمېر ولسوالۍ په وروستیو څو اوونیو کې د افغان پوځیانو او طالبانو تر منځ د سختو جګړو په نتیجه کې لاس په لاس شوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړوي
د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه یوه غونډه جوړوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت، یوناما نن چهارشنبې د وږي په ۲۵ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې غونډه کې به چې د کابل په وخت د ماښام ۶ نیمې بجې پلان شوې، د یوناما سرپرسته او د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستیاله، جورجیت ګانیون، د امنیت شورا غړو ته د افغانستان د روان وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمېشنر ولکر ترک د دوشنبې په ورځ، د وږي په ۱۷ په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په خپل تازه راپور کې له طالبانو وغوښتل چې هغه فرمانونه او پالیسۍ لغوه کړي چې د ده په وینا، په عامه ژوند کې د ښځو او نجونو حضور عملاً جرم ګڼي.
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ هم په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د طالبانو د محدودیتونو او پالیسیو دوام نه یوازې د افغانانو بشري حقونه نقضوي، بلکې د هېواد ټولنیز جوړښت هم بدلوي.
په ترمز کې د افغانستان او ازبکستان د سپکو صنایعو ګډ نندارتون پرانستل شوی
د افغانستان او ازبکستان د سپکو صنایعو لومړنی ګډ نندارتون په ازبکستان کې پرانستل شوی دی.
د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت نن چهارشنبې په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې په دغه نندارتون کې چې د سې شنبې په ورځ افغانستان پولې ته څیرمه د ازبکستان د ترمز ښار د نړیوالې سوداګرۍ په مرکز کې پرانستل شوی او درې ورځې به خلاص وي، په څه باندې سلو غرفو کې د ازبکستان د محصولاتو ترڅنګ د افغانستان محصولات لکه غالۍ، زعفران، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې، لاسي صنایع، پنبه، وچې او تازه میوې نندارې ته وړاندې شوې دي.
د افغانستان او ازبکستان د سپکو صنایعو دغه ګډ نندارتون داسې مهال پرانستل شوی چې په مزارشریف کې د ازبکستان قونسلګرۍ د روانې اونۍ په پیل کې ویلي و چې ازبکستان په پام کې لري چې له افغانستان سره د سوداګرې د راکړې ورکړې کلنۍ کچه تر۲۰۲۷ کال پورې پنځه ملیارډ ډالرو ته ورسوي. د راپورونو له مخې په ۲۰۲۵ کال کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه شاوخوا یو ملیارډ او اوه سوه ملیون ډالرو ته رسیدلې وه.
د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان سږکال ورو اقتصادي وده کړې خو د نفوس د زیاتوالي په پرتله کمه ده
د خوړو نړیوال پروګرام وایي، د افغانستان اقتصاد که څه هم سږ کال لږه وده کړې، خو دا وده د نفوس د زیاتوالي پرتله کافي نده. په هغه راپورکې چې د نن چهارشنبې په ریلییف ویب پاڼه کې خپورشوی، ویل شوي چې کرنه، صنعت او خدمات د اقتصادي فعالیتونو مهمې برخې دي، خو بې وزلي، د کار محدود فرصتونه او د خلکو کم عاید لا هم د کورنیو اقتصادي وضعیت اغېزمنوي.
د راپورله مخې دې ته په پام چې افغانستان ترډیره د خوراکي او نورو اړینو توکو په برخه کې پر وارداتو متکي دی، د نړیوالو بیو لوړېدل او د سیمې د سوداګریزو لارو ګډوډي کولی شي په دې هیواد کې د توکو بیې لوړې کړي. د خوړو د نړیوال پروګرام په خبره دغه فشار پر ټیټ عاید لرونکو کورنیو ډېر اغېز کوي.
راتلونکې دوشنبې په افغانستان کې د پولیو د واکسین کمپاین پیلیږي.
د راتلونکې دوشنبې په ورځ د وږي په ۳۰ له جنوبي حوزې پرته د افغانستان په نورو ټولو ولایتونو کې د ګوزڼ یا پولیو د واکسین نوی کمپاین پیلیږي. له پولیو پاک افغانستان بنسټ د چهارشنبې په ورځ د وږي په ۲۵ پر خپله ایکسپاڼه د دې کمپاین د پیلیدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په جنوبي حوزه کې به له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو دغه کمپاین د سې شنبې په ورځ پیل شي. دغه بنسټ ندي ویلي چې د دغه کمپاین په ترڅ کې به څومره ماشومان واکسین شي خو په مخکینیو دا ډول عمومي کمپاینونو کې یې شمیرشاوخوا لس ملیونه ښودل شوی. د پولیو دغه کمپاین داسې مهال پیلیږي چې تیره اونۍ په افغانستان کې د پولیو د څلورو نویو مثبتو پیښو د ثبتیدو خبر ورکړل شو. په دغو نویو پیښو سره په افغانستان کې د روان کال له پیل راهیسې د پولیو د مثبتو پیښو شمیر ۲۳ ته ورسید. پولیو یا ګوزڼ درملنه نه لري او یوازې په واکسین یې مخنیوی کیدای شي.
هند له افغانستان سره د کرکټ د شل اوره لوبو د لړۍ دوهمه لوبه هم وګټله
افغانستان تیرماښام د شل اوریزو لوبلړۍ دوهمه لوبه هم هند ته وبایلله.
افغانستان د اتو لوبغاړو په سوځیدو سره هند ته د ۱۶۰ منډو هدف ټاکلی وچې هندي لوبډلې هغه په ۱۵ اورکې د درې لوبغاړو په سوځیدو پوره کړ. تردې مخکې هم په لومړۍ لوبه کې هند افغانستان ته په اوو ویکټو ماته ورکړې وه.
ټاکل شوې د دواړو لوبډلو ترمنځ د دې لړۍ وروستۍ لوبه سبا پنجشنبې ترسره شي. افغانستان په هند کې د دغو لوبو کوربتوب کوي.
اوچا: له پاکستانه نوي راستانه شوي افغانان سختو شرایطو کې ژوند کوي
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (اوچا) وایي، له پاکستانه نوي راستانه شوي په سختو شرایطو کې ژوند کوي او مرستندویان باید د هغو پروګرامونو ملاتړ وکړي چې د دغو کسانو پر لاسنیوي متمرکز دي.
په هغې وېډیو کې چې د اوچا د دفتر مشرې امي مارټین د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ په دامان سیمه کې له یو شمېر مېشت شویو څخه د خپلې کتنې په اړه د سې شنبې په ورځ په خپله اېکسپاڼه کې خپره کړې وایي چې دغه راستانه شوي د شاوخوا شپږو میاشتو په تېرېدو سره لاهم په سخت وضعیت کې دي.
د هغې په خبره دوی ځمکې ته لاسرسی نهلري، اسناد نهلري چې خپل ماشومان په ښوونځیو کې شامل کړي او نه هم کاري فرصتونو ته لاسرسی لري.
نوموړې له مرستندویانو او مرسته کوونکو هېوادونو وغوښتل چې د ژمي په درشل کې چې ورته څو میاشتې پاتې دي د دغو زیانګالو کسانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره زیاتې مرستې وکړي.
اوچا د دوشنبې په ورځ ویلي چې د روان کال له پیل راهیسې له نیم میلیون زیات کسان له پاکستانه د تورخم پر دروازه راوښتي چې ۴۰ سلنهیې په ننګرهار ولایت کې مېشت شوي دي.
د احصائیې او معلوماتو اداره: د افغانستان څه باندې ۹۰ سلنه سړکونه خامه دي
د طالبانو تر کنټرول لاندې د احصائیې او معلوماتو ملي اداره وایي، په افغانستان کې د ټولو غځېدلو سړکونو او لارو څه باندې ۹۰ سلنهیې خام دي.
دغې ادارې د سې شنبې په ورځ په یوه راپور کې ویلي چې د هغې سروې له مخې چې د دې ادارې لهخوا د لومړي ځل لپاره د افغانستان د سړکونو د شبکې په اړه ترسره شوې، په دې هېواد کې ۲۴۵ زره او ۷۲ کیلومتره سړکونه غځېدلي دي.
د دې ادارې په خبره د دغو سړکونو ۱۸ زره او ۲۴۱ کیلومترهیې پاخه او نور ۲۲۶ زره او ۸۳۱ کیلومترهیې خام دي.
دې ادارې ویلي چې دغه سروې یې د ټولګټو او د کلیو او بیارغونې د وزارتونو او د اوپن سټریټ مپ، (د معلوماتو د ثبت نړیوال پلاټفورم) او د سپوږمکیو په وسیله د اخیستل شویو تصویرونو په اساس ترسره کړې ده.
د دغې سروې له مخې تر ټولو ډېر پاخه شوي سړکونه په کابل پورې تړلي او نورستان هم هغه ولایت بلل شوی چې تر ټولو لږ پاخه سړکونه لري چې اوږدوالی یې یوازې ۱۲ کیلومترو ته رسېږي.
د سند عالي محکمې په طبي زده کړو د بوختو افغان محصلانو د ایستلو پرېکړه ځنډولې
د پاکستان د سند ایالت عالي محکمې په طبي زده کړو د بوختو افغان محصلانو د ایستلو پرېکړه د سپټمبر تر ۲۹مې ځنډولې.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دې محکمې په کراچۍ او نورو ښارونو کې د افغان محصلینو د عریضو په بنسټ دا پرېکړه کړې ده.
د لاهور عالي محکمې هم د سپټمبر په لسمه له طبي پوهنتونو او کالجونو د افغان محصلینو د ایستلو پرېکړه ځنډولې.
د پاکستان د طبي او غاښونو شورا د سپټمبر په لومړۍ په پاکستان کې ټولو هغو افغان محصلانو ته د وتلو امر کړی چې په طبي زده کړو بوخت دي.
د راپورونو په اساس د ۳۵۰ نجونو په ګډون لږ تر لږه ۱۰۰۰ تنه افغان محصلین دمګړۍ د پاکستان د طب او ستوماتولوژۍ په پوهنتونو او کالجونو کې په زده کړو بوخت دي.
نن ماښام د افغانستان او هند دویمه شل اووریزه لوبه؛ هند لومړۍ ګټلې
افغانستان او هند د کرکټ ملي ټیمونه به نن ماښام خپله دویمه شل اوریزه لوبه وکړي.
دا لوبه د نوې ډهلي په ارون جيټلي سټډیوم کې ماښام شپږ نیمې پیلیږي.
افغان ټیم په لومړۍ لوبه کې یکشنبه ماښام له هنده ماته خوړلې وه.
په هغې لوبه کې افغان لوبغاړو د ۱۵۷ منډو هدف وټاکه خو هند بیا یواځې د درېو ویکټو په تاوان په ۱۴م اوور کې پوره کړ.
دا لوبې که څه هم هند کې کېږي خو کوربه توب یې د افغانستان په غاړه دی.
د ایران سراوان ته نږدې ۱۷ افغان کډوال د تندې او ګرمۍ له لاسه مړه شوي
د ایران د بشري حقونو یوه سازمان "حالوش" (Haalvash) ویلي چې لږ تر لږه ۱۷ افغانان سراوان ته نږدې په یوه سرحدي سیمه کې د زیاتې تندې له لاسه مړه شوي.
دغه سازمان په یوه بیان کې یکشنبه ویلي چې دا پېښه د وږي په ۱۹مه تېره پنجشنبه شوې او د دغو خلکو جسدونه د خاش سیمې سردخانې ته لیږدول شوي.
په مړو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
طالب او ایراني چارواکو لا د دې پېښې په تړاو رسماً څه نه دي ویلي.
ازادي راډیو په خپلواکه توګه په دې اړه خپرې شوې ویډیوګانې نه شي تاییدولی.
د افغانستان او ایران په سرحدي سیمو کې اکثر افغان کډوال په قاچاقي او خطرناکو لارو ایران ته اوړي چې کله ناکله له داسې مرګونو پېښو سره مخ کېږي.
تېره جولای میاشت هم د نیمروز ولایت په مارګو دښته کې د لږ تر لږه ۱۴ هغو افغانانو مړي وموندل شول چې ایران ته په قاچاقي لارو تلل او په دښته کې ورک شوي وو.