د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

پوځ: هلمند کې طالبان او ملکیان د پوستې 'چور' ته راغلي وو چې د برید ښکار شول


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

افغان پوځیان د هلمند په نهر سراج کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي، خو مني چې یوه هوایي برید کې ملکیان هم په نښه شوي دي.

د ۲۱۵ میوند قل اردو قوماندان سمیع سادات رسنیو ته ویلي، دوی پر هغې اډې هوایي ګزار وکړ چې له سقوط وروسته طالبان د پوځي وسایلو د وړلو په خاطر ورغلي وو.

نوموړي ویلي: "کیسه داسې وه چې زموږ یوه پوسته سقوط شوې وه، بیا طالبان او ځینې خلک ورسره راغلي وو چې ځینې شیان چور کړي، دې وخت کې هوایي قوه راغله او اجرائات یې ورباندې وکړل. دوی د نظامي اډې په داخل کې وو، نظامي اډې ته داخلېدل او نظامي اسرار او تجهیزات ځان سره وړل خو جرم دی، طالب سره همکاري هم جرم دی، ځکه موږ هوایي اجرائات پرې وکړل، متاسف یم چې ملکي خلک خوږ شوي دي، خو دوی نه باید طالبانو سره زموږ پرضد لاس یو کړي."

میوند قل اردو د وژل شوېو او ټپيان ملکیانو شمېر نه دی مشخص کړی، خو ویلي یې دي چې دې برید کې يې ۲۰ طالبان وژلي او ۸ نور یې ټپيان کړي دي.

د نهرسراج ولسوالۍ د یخچال سیمې یوه اوسیدونکي زلمي ازادي راډیو ته د پېښې کیسه داسې وکړه: "بیز خالي کېده، خلکو ورځغاستل او شیان یې ورڅخه راوړل، طیارې راغلې بمبار یې وکړ. طالبان هم وو، ملکي کسان هم. ټپيان یې ټول وړي وو ګرشک ته، موږ ګرشک ته د وینې ورکولو لپاره ورغلو، هلته ډېر بد حالت و."

طالبان ملکي مرګ ژوبله زیاته یادوي، په سویلي ولایتونو کې د دوی ویاند قاري یوسف احمدي په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې دې پېښه کې ۳۰ ملکیان وژل شوي او ۷۰ نور ټپيان دي.

اعلامیه کې راغلي، د ملي اردو دا سقوط شوې قرارګاه د هرات- کندهار پر لویې لارې پرته وه چې د طالبانو په خبره د لویې لارې موټر چلوونکي، مسافر او د سیمې خلک یې له برید وړاندې لیدو ته ورغلي وو.

د هلمند د ولایتي شورا مشر عطاالله افغان بیا وژل شوي ملکیان نه، بلکې د طالبانو قراردادیان بولي: "د پوستې د سامان د چور لپاره ځینې طالبان له سلاح او ځینې بې سلاح ورته راغلي چې پوسته چور کړي، بمبار هم شوی، جنګ هم شوی، اوس یې خلک ملکي بولي، زما په نظر ملکي نه دي، هغه کسان دي چې د طالبانو په غوښتنه ورته راځي، هغوی منظم قراردادي کسان لري."

دا چې سیمه لېرې پرته ده او خبریالان هم ورته لاسرسی نه لري، نو سخته ده چې د پېښې اصلي څرک معلوم شي.

چارواکو له خلکو غوښتي چې له پوځي ځایونو ځانونه لېرې وساتي.

د نهرسراج د پېښې په تړاو لا خپلواکو سرچینو څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې په هلمند، لغمان او یو شمېر نورو ولایتونو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوي چې ښيي، ځایي خلک له سقوط شوېو پوستو پاتې شوي شیان وړي.

XS
SM
MD
LG