د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۵

افغانستان کې د نجونو او ښځو د حقونو راتلونکې ته د بخښنې نړیوال سازمان جدي اندېښنه


د یو شمېر معترضو افغان مېرمنو لاریون ته د طالبانو غبرګون
د یو شمېر معترضو افغان مېرمنو لاریون ته د طالبانو غبرګون

د بخښنې نړیوال سازمان یا امنسټي انټرنشنل په افغانستان کې د نجونو او ښځو د حقونو د راتلونکې په اړه جدي اندېښنه ښودلې.

دغه سازمان وايي چې په افغانستان کې لاهم د ښځو د حقونو د خوندیتوب په اړه د خبرو لپاره یو فرصت شته، خو وايي چې دا دریڅه په ډېرې چټکۍ سره په بندېدو ده.

د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د څانګې مشرې میشرا یمیني پرون د دې سازمان پر وېب‌پاڼه په یو بیان کې لیکلي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته ښځې او نجونې له ټولنیز ژوند څخه تقریباً تري تمې شوي.

د مېرمن یمیني په وینا په دې ډله کې څو ملیون نجونې چې په ښوونځیو کې یې د شمولیت لپاره نومونه لیکلي وو، شااوخوا ۸۸ زره محصلانې چې په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې یې زده‌کړې کولې او خورا زیاتې مېرمنې چې دندو ته له راستنېدو څخه راګرځول شوي لکه قاضیانې، څارنوالانې، د امنیتي برخې جګپوړې چارواکې، معلمانې او نورې ښځې شاملې دي.

مشرا یمیني له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو حکومت له رسمیت پېژندنې او هغوی ته د نړیوالې ټولنې د مرستو له سپارلو مخکې د نجونو د تعلیم او په نورو ټولنیزو برخو کې د ښځو د حقونو ضمانت ترې وغواړي.

د بخښنې نړیوال سازمان دا چارواکې وايي د طالبانو دا ډاډ چې دا ځل ښځو ته د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خپل حقونه ورکوي نه‌یوازې تشې خبرې دي، بلکې په دې توګه‌یې یو څه نور وخت ضایع کړ څو ښځې له سیاسي، ټولنیز چاپېریال څخه نورې هم څنډې ته کړي او پر کور یې کېنوي.

د نجونو زده‌کوونکو د تعلیم پر ضد د طالبانو د پرېکړې پر غبرګون اعتراضیه لاریون
د نجونو زده‌کوونکو د تعلیم پر ضد د طالبانو د پرېکړې پر غبرګون اعتراضیه لاریون

میشرا یمیني وايي، د وري په درېیمه طالبان له خپلې هغې مخکېنۍ ژمنې په شا شول چې ویل‌یې د منځنیو ښوونځیو او لېسو زده‌کوونکو نجونو ته به د تعلیم اجازه ورکوي.

نوموړې د کورني تاوتریخوالي د قرباني مېرمنو د وضعیت په اړه هم اندېښنه ښودلې او وايي، په افغانستان کې د جنسیت پر اساس د تشدد د قرباني ښځو او نجونو لپاره حیاتي خدمات هم له‌منځه تللي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د څانګې مشره میشرا یمیني وايي چې طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د دې ډلې مېرمنو د خوندیتوب سیستم له‌منځه یووړ او د ټول هېواد په کچه‌یې د امن خونې بندې کړې.

دا له نړیوالې ټولنې غواړي چې له هرې ممکنې لارې پر طالبانو فشار راوړي څو د تعلیم، کار او په نورو ټولنیزو چارو کې د برخې اخیستو په ګډون د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي.

مېرمن یمیني وايي، که یو ځل طالبان د نړیوالو مرستې ترلاسه کړي او په رسمیت وپېژندل شي بیا به دا چانس ډېر لږ وي چې د نجونو او ښځو د ټولو حقونو په برخه کې خبرې ورسره وشي.

XS
SM
MD
LG