د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

د نجونو پر زده‌کړو بنديز ته د غبرګونونو دوام؛ وېسټ: طالبان به پرېکړه بېرته واخلي


د نجونو د زده‌کړې په اړه د طالبانو د وروستۍ پرېکړې په غبرګون لاريون
د نجونو د زده‌کړې په اړه د طالبانو د وروستۍ پرېکړې په غبرګون لاريون

له شپږم د لوړو ټولګیو د زده‌کوونکو نجونو پر مخ د ښوونځیو د بندولو په اړه د طالبانو د پرېکړې پر وړاندې غبرګونونه په هېواد کې دننه او بهر روان دي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ پرون وویل، دی هیله لري چې طالبان به په نږدې ورځو کې له شپږمو د لوړو ټولګیو د زده‌کوونکو نجونو پر مخ د ښوونځیو د بندولو پرېکړه بېرته واخلي.

ښاغلي وېسټ دا څرګندونې په هغه فورم کې وکړې چې د افغان ښځو په اړه د بحث لپاره د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړ شوی و.

متحده ایالاتو د منځنیو ښوونځیو او لېسو د نجونو زده‌کوونکو په اړه د چهارشنبې ورځې د اعلان په غبرګون کې د طالبانو له استازو سره د جمعې په ورځ په قطر کې پلان شوې غونډه لغو کړه.

په همدې فورم کې د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ وویل چې د طالبانو دا بندیز د تل لپاره نه‌شي عملي کېدای ځکه د دې په وینا ښځې اوس ځواکمنې شوې دي: "زما په نظر په ۱۹۹۶ کال کې د طالبانو لپاره ډېره اسانه وه چې نجونې له زده‌کړو محرومې کړي، خو دا ځل دا کار ګران دی ځکه افغان ښځو ولیدل چې د تعلیم اهمیت څومره دی او د ښځو ځواکمنېدل څه معنی."

ملاله چې په ۱۵ کلنۍ کې د پاکستاني طالبانو له یوه وژونکي برید څخه روغه ووته ټینګار يې وکړ چې افغان نجونې به خپلو زده‌کړو ته دوام ورکوي او حتی په پټنځایونو کې به زده‌کړې وکړي. هغې زیاته کړه افغان مېرمنې د خپلو حقونو د غوښتنې لپاره واټونو ته راوتلي دي او غلې به کېنني.

ملالې یوسفزې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د طالبانو په رسمیت پېژندل دې د نجونو د تعلیم له شرط سره وتړي او ویې‌ویل چې که دوی د نجونو له حقونو سرغړونو ته دوام ورکړي، نو باید په رسمیت ونه‌پېژندل شي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د دې انتقادونو په ځواب کې وویل چې د طالبانو د حکومت پالېسي د نجونو د تعلیم پر ضد نه‌ده او زیاته‌یې کړه چې د نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو په برخه کې ځینې عملي ستونزې وې چې لومړی باید هغه حل شوې وای، خو د ده په وینا له بده مرغه له ټاکلې نېټې مخکې دا ستونزې حل نه‌شوې.

XS
SM
MD
LG