د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

اروپايي ټولنې د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا د ګواښلو په‌پار پر روسیې بندیزونه ولګول


ارشیف، د روسیې بیرغ
ارشیف، د روسیې بیرغ

اروپايي اتحادیې پرون ناوخته په یوه اعلامیه کې د روسیې د حکومت د وزیرانو، جګ پوړو پوځي افسرانو، سوداګري شرکتونو او تجارتي مشرانو په ګډون پر ۲۷ کسانو او موسسو د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا د ګواښلو په خاطر بندیزونه ولګول.

خو مسکو ویلي چې هغو اقداماتو ته به چې د امریکا ولسمشر جوبایډن د روسي بانکونو او کسانو پرضد لګولي، کلک ځواب ووايي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون چهارشنبه (د کب ۴مه) په یوه اعلامیه کې وویل، باید شک ونه کړای شي چې دا بندیزونه بې ځوابه نه پاتې کېږي.

امریکا او متحدانو یې وروسته له دې همږغه اقدامات وکړل چې روسیې وویل، د اوکراین د ختیځ بېلتون غوښتونکې سیمه په رسمیت پېژني او ځواکونه ورلیېږي.

د نړۍ د کاتولیکانو مشر فرانسېس هم د اوکراین په ختیځ کې د روسیې له لوري د ځواکونو د مېشتولو په اړه پرون په واتیکان کې وویل: "له ټولو ښکېلو خواوو غواړم، له هر هغه اقدامه ډډه وکړي چې د هېوادونو ترمنځ بې ثباتي راولي او نړیوال قوانین بې اعتباره کوي."

د نړۍ د کاتولیکانو مشر فرانسېس
د نړۍ د کاتولیکانو مشر فرانسېس

له بلې خوا د پولنډ او لیتوانیا ولسمشرانو د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره په اوکراین کې په یوه ګډه اعلامیه کې وویل، اوکراین د دې وړ دی چې د اروپايي اتحادیې غړیتوب ترلاسه کړي.

د روسیې او لوېدیځ ترمنځ کړکېچ هغه مهال زیات شو چې روسیې لږ تر لږه ۱۵۰ زره ځواکونه د اوکراین پولو ته نژدې دېره کړل او پر دغه هېواد یې د بشپړ یرغل بېره رامنځته کړه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG