د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۶

 بریتانیا: روسیه له ۱۹۴۵کال راهیسې په اروپا کې د جګړې د پلانولو په حال کې ده


اوکرایني سرتېري
اوکرایني سرتېري

د بریتانیا صدر اعظم بورېس جانسن وایي، شواهد ښيي چې روسیه په اروپا کې له ۱۹۴۵کال راهیسې د تر ټولو لویې جګړې پر پلان بوخته ده.

جانسن د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي، د دغه پلان ټولې نښې نښانې له وړاندې په یوه ډول پیل شوي دي.

جانسن زیاته کړې، استخباراتي معلومات یې ښيي چې روسیه د داسې یوه یرغل نیت لري چې د اوکراین پلازمېنه کیف محاصره کړي.

د جانسن په خبره، خلک باید پر دې پوه شي چې دغه پلان د بشر له ژونده څومره بیه اخلي.
د جانسن په خبره، خلک باید پر دې پوه شي چې دغه پلان د بشر له ژونده څومره بیه اخلي.

د جانسن په خبره، خلک باید پر دې پوه شي چې دغه پلان د بشر له ژونده څومره بیه اخلي.

د ده په باور، دا احتمالي مرګ ژوبله به یوازې اوکراینیان نه، بلکې ځوان روسان هم ګالي.

پر روسیې دا تورونه داسې مهال لګول کیږي چې د امریکا د حکومت د نویو شمېرو له مخې مسکو په روسیه او ګاونډي بلاروس کې د اوکراین پولې ته څېرمه د ۱۶۹ زرو تر ۱۹۰ زرو سرتېري ځای پر ځای کړي دي.

د بریتانیا صدر اعظم ویلي، دوی او امریکا به په ګډه د روسیې د پونډو او ډالرو د سوداګرۍ کمپاین و دروي، هغه بندیزونه چې د جانسن په خبره پر مسکو به یې اغیز زیات وي.

لوېدیځو قدرتونو له دې وړاندې هم مسکو تورن کړی چې هر وخت کې ممکن پر اوکراین برید وکړي، خو روسیه بیا دا ردوي او وایي ځواکونه یې د اوکراین پولې ته نږدې پوځي تمرینونه کوي.

د روسیې د احتمالي یرغل په وړاندې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي هم د چمتوالي خبره کړې ده.

ده ویلي، د اوکراین وګړي هڅه کوي د روسیې له خوا له ورپېښ ګواښ سره- سره په ښه ډول خپل ژوند مخ ته یوسي.

د روسیې د احتمالي یرغل په وړاندې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي هم د چمتوالي خبره کړې ده.
د روسیې د احتمالي یرغل په وړاندې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي هم د چمتوالي خبره کړې ده.

زیلینسکي پرون شنبه په جرمني کې د مونیخ امنیتي کنفرانس ته د وینا پر مهال وویل، د اوکراین وګړي به له خپلو شریکانو سره یوځای یا هم له شریکانو پرته د روسیې په وړاندې د ځان دفاع وکړي.

ده وویل که نړۍ غواړي له اوکراین سره مرسته وکړي، باید دغه هېواد ته جنګي وسلې ورکړي.

د همدې ضد او نقیض ادعاوو په ترڅ کې د اوکراین له دونیتڅک سیمې څخه روسي پلوه بیلتون غوښتونکو د روسیې خواته د ښځو، ماشومانو او پوخ عمره کسانو تخلیه پيل کړې ده.

دوی ادعا کړې چې د اوکراین پوځ پرې د برید پلان لري، خو کیف دا ادعا رد کړې ده.

XS
SM
MD
LG