د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۳

د پاکستان صدراعظم مسکو ته ځي، پوتین سره د افغانستان پر منزوي کېدو غږیږي


د پاکستان صدراعظم
د پاکستان صدراعظم

د پاکستان صدراعظم نن مسکو ته ځي. عمران خان د دې سربېره مسکو ته روان دی چې روسي ځواکونه د اوکراین ختیځ ته ننوتي دي او له روسیې سره د لویدیځ اړیکې له سړې جګړې را وروسته تر بل هر وخت ترینګلي شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې څرګنده کړه چې صدراعظم عمران خان به د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ په دوه ورځني سفر د چهارشنبې په ورځ روسیې ته ورسېږي.

په دې بیان کې وړاندې راغلي دي چې پر دوه اړخیزو اړیکو او د انرژۍ په برخه کې به په همکارۍ خبرې وشي.

دا خبرې په داسې وخت کې ترسره کېږي چې لویدیځ په اوکراین کې د روسیې له لورې د جګړې وېره لري او اټکل کوي که داسې وشي ډېر تلفات به رامنځته شي او په لویدیځ او نوره نړۍ کې به د انرژي د کمښت سبب شي.

پخوانی پاکستانی ډپلوماټ اصف دُرانی چې په څو هېوادو کې سفیر پاتې شوی دی په دې باور دی چې اسلام اباد نه غواړي د اوکراین په څېر پېښه کې د چا پلوي وکړي.

د روسیې ولسمشر پوتین
د روسیې ولسمشر پوتین

نوموړی وايي: "نړۍ کې چې اوس کومې ستونزې دي که هغه د اوکراین لوري ته دي، د اروپا خوا ته دي یا د امریکا لور ته دي په دې کې پاکستان نه څه وس لري او نه غواړي چې مداخله وکړي. هڅه به یې دا وي چې د پاکستان پالیسي بې پرې وي."

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په وینا صدراعظم عمران خان به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د افغانستان د منزوي کېدو او هلته د افراطیت په ګډون پر لویو سیمه ییزو او نړیوالو موضوعاتو هم خبرې وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په بیان کې د اوکراین مسالې ته اشاره نه ده شوې، خو پخوا عمران خان د دې موضوع په تړاو ویلي و چې هېواد یې له هر راز پوځي مداخلې سره مخالف دی او ستونزې باید د خبرو له لارې هوارې شي.

دا په تېرو ۲۳ کلونو کې مسکو ته د پاکستان د یوه صدراعظم لومړی سفر دی.

XS
SM
MD
LG