د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۶

ګارډین: د لوېدیځو هېوادونو له وتلو وروسته افغانان له اقتصادي کړکېچ سره مخ دي 


نړیوالې ورځ پاڼې
نړیوالې ورځ پاڼې
  • ګارډین

له بریتانیا خپرېدونکې ګارډین ورځپاڼې افغانستان ته د لوېدیځو هېوادونو په نه پاملرنې یوه لیکنه خپره کړې ده.

د بریتانیا تکړه خبریال جان سیمپسون چې کلونه کېږي له افغانستانه راپورونه ورکوي په دې مقاله کې لیکي، له افغانستانه د لوېدیځو هېوادونو له وتلو وروسته دغه هېواد کې اقتصادي کړکېچ زیات شوی.

لیکنه کې د بیلګې په ډول د کابل، هرات او بامیان ښارونو یادونه شوې چې بې وزله کسان په کې د ډوډۍ سوال ته په لویو کتارونو کې ناست وي.

لیکوال ویلي، کله چی څوک دې ښارونو کې ګرځې د شرم احساس کوې، ځکه خلک یې بې وزله دي او کله نا کله د خپلو هغو لاسته راوړنو د دفاع په خاطر ان وژل کېږي چې تېرو دوو لسیزو کې یې ترلاسه کړي دي.

له افغانستانه د امریکایي او نورو بهرنیو ځواکونو له وتلو دا دی ۶ میاشتې ووتې، خو لیکوال انتقاد کړی چې همدې لږه موده کې امریکایي او بریتانیایي رسنیو د افغانستان وضعیت هېر کړی دی.

جان سیمپسون لږ وړاندې تللی او د افغانستان په اړه یې د امریکا د مخکېني ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر پالیسۍ هم نیوکه کړې.

ده ویلي، ټرمپ په لوی لاس افغانستان طالبانو ته وسپاره.

ګارډین لیکلي، د امریکا اوسنی ولسمشر جو بایډن که څه هم مجبور نه و چې د افغانستان په اړه د ټرمپ تګلاره تعقیب کړي، خو وایي بایډن هم د امریکا ګټو ته لومړیتوب ورکړ او سرتېري یې له افغانستانه وایستل.

د لیکوال په باور، د افغانستان د غمیزې لامل د امریکا او نورو لوېدیځو قدرتونو داسې کمزوري په ګوته کوي چې ان د ویتنام له ماتې وروسته هم نه تر سترګو کېده.

  • ګلف ټوډې

ګلف ټوډې ورځپاڼې په یوه راپور کې د نړیوال بانک د مشرتابه هغې پرېکړې ته اشاره کړې چې ویلې يې دي، د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو له جملې یو میلیارد ډالر کرنې، روغتیا او کورنیو پروګرامونو ته ځانګړي کوي.

په مطلب کې راغلي، دا پرېکړه هغه هڅې ګړندۍ کوي چې په افغانستان کې د خرابېدونکي بشري او اقتصادي ناورین د مخنیوي په هدف ترسره کېږي.

وړاندې لولو، دا پيسې روان ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان د بیا رغونې له صندوقه اخیستل کېږي او د لګښت لپاره یې د ملګرو ملتونو اړوندو بشري ادارو ته سپارل کېږي.

  • اکسپرېس تریبیون

اکسپرېس تریبیون ورځپاڼې بیا په خپله تازه ګڼه کې روسیې ته د پاکستان د صدر اعظم عمران خان د همدې اوونۍ پر پلان شوي سفر تبصره کړې ده.

لیکنه کې راغلي، اوس مهال توده موضوع د روسیې او اوکراین نانندرۍ دي، خو لیکوال ویلي، خان به د روسیې له چارواکو سره پر نورو مسایلو سربېره د افغانستان پر وضعیت هم خبرې وکړي.

ورځپاڼې لیکلي، پاکستان د امریکا متحد دی او دې برخه کې باید شاتګ ونه کړي، خو لیکوال ټینګار کړی چې پاکستان له روسیې سره هم خپلې اړیکې پياوړې کوي.

XS
SM
MD
LG