د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۷

سپینه ماڼۍ: د بایډن او د هغه د روسي سیال پوتین احتمالي لیده کاته لغوه شوي


ولسمشر جو بایډن او د هغه روسي سیال ولادیمیر پوتین
ولسمشر جو بایډن او د هغه روسي سیال ولادیمیر پوتین

د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي ویلي، د امریکا او روسیې د ولسمشرانو جو بایډن او ولادیمیر پوتین احتمالي لیده کاته د اوس لپاره له اجنډا لېرې شوي دي.

ساکي که څه هم دا ونه ویل چې بایډن او پوتین به بالاخره څه وخت سره وګوري؟ خو زیاته یې کړه تر هغو به بایډن خپل روسي سیال ونه ویني چې روسیې د اوکراین له سیمو خپل پوځیان نه وي ایستلي.

له دې سره که څه هم د اوکراین او روسیې د لانجې سیاسي حل ته هیلې کمې شوي، خو جین ساکي خبریالانو ته وویل:"موږ هېڅکله د ډپلوماسۍ دروازې بشپړې نه تړو."

د سپینې ماڼۍ ویانده جین ساکي
د سپینې ماڼۍ ویانده جین ساکي

د دې په خبره ډپلوماټیکې هڅې هغه وخت بریالۍ کیدی شي چې روسیه خپله تګلاره بدله کړي.

د جو بایډن او ولادیمیر پوتین احتمالي لیده کاته وروسته له هغه لغوه شول چې د روسیې ولسمشر د اوکراین دوه بیلتون غوښتونکې سیمې د خپلواکو جمهوریتونو په توګه په رسمیت وپېژندې او هلته یې د سرتیرو د لېږلو پرېکړه وکړه.

پرون د امریکا او فرانسې د بهرنیو چارو وزیرانو انتوني بلېنکن او ژان ایویس لي دریان له خپل روسي سیال سرګي لاورف سره هم پلان شوې جلا جلا کتنې لغوه کړې.

بلېنکن وویل، دوی ګوري چې روسیې یرغل پیل کړی او په دې کار سره یې د ډپلوماسۍ مخه نیولې ده.

له دې ټولو ناهیلیو سره سره د روسې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، هېواد یې لا هم سیاسي هواري ته سترګې پر لاره دی، خو زیاته یې کړه چې د روسیې ګټې په هېڅ ډول د بحث وړ نه وې.

د اوکراین لور ته د روسیې د وروستیو پوځي پرمختګونو له کبله لویدیځو هېوادونو پر روسیې نوي بندیزونه هم اعلان کړي دي.

دغو هېوادونو ګواښ کړی چې که روسیه اوکراین اشغال کړي، نور ورته اقدامات به هم وکړي.

پر اوکراین د نویو بندیزونو خبره امریکا، اروپایي ټولنې، کاناډا، بریتانیا، جاپان او اسټرالیا کړې ده.

جرمني بیا ویلي، د نورد سټریم دوه په نوم له روسیې څخه اروپا ته د ګازو د نلیکې پروژه یې ځنډولې ده.

XS
SM
MD
LG