د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۶

د اوکراین کړکېچ؛ بایډن اروپا ته د نورو امریکایي ځواکونو د لېږلو اعلان وکړ


امریکايي سرتیري
امریکايي سرتیري

د متحد ایالاتونو ولسمشر په بالتیک کې د ډېرو ځواکونو د دېره کېدو خبر ورکوي چې د ناټو د متحدانو ساتنه وکړي.

جوبایډن تېرماښام د دې اعلان ترڅنګ دا خبره هم وکړه چې د روسیې له لوري هر پوځي تحرک ته به امریکا او متحدان یې په ګډه ځواب ورکړي: "د امریکا د متحد ایالاتونو، متحدانو او شریکانو دروازې به د ډپلوماسۍ لپاره پرانېستې وي، په دې شرط چې جدي وي. د روسیې د خبرو له مخې نه، د هڅو له مخې یې قضاوت کوو. ګورو چې روسیه په راتلونکي کې څه کوي؟ هغې ته به په ګډه، ښکاره او ځپونکی ځواب ورکړو."

ولسمشر بایډن زیاته کړه چې هېواد به یې اوکراین ته د دفاع لپاره نور تجهیزات هم ورکړي او په بالتیک حوزه، لېتوانیا، استونیا او لاتویا کې به د امریکایي سرتېرو شمېر زیات شي.

د متحد ایالاتونو ولسمشر جوبایډن
د متحد ایالاتونو ولسمشر جوبایډن

وروسته تردې چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دوشنبې په شپه په یوه فرمان کې د اوکراین ډونیڅک او لوهانڅک د خپلواکو جمهوریتونو په توګه په رسمیت وپېژندلې او دې سیمو ته یې عسکر واستول، له ګڼو غبرګونونو سره مخامخ شو چې د اروپایي ټولنې ترڅنګ متحد ایالاتونو نوي بندیزونه پرې ولګول.

ولسمشر بایډن تېره شپه اعلان وکړ چې د بندیزونو لومړۍ مرحله پیل شوې ده چې د روسیې پر دوو بانکونو بندیزونه لګیدلي دي چې د لویدیځ مالي مرکزونو ته به لاس رسی نه لري او که روسیې خپل تیري ته ادامه ورکړه، نور بندیزونه به پرې ولګول شي.

XS
SM
MD
LG