د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

امریکا ملګرو ملتونو ته: روسیه غواړي ځینې اوکراینیان ووژني او یا یې بنديان کړي


د امریکا او اوکراین بیرغونه
د امریکا او اوکراین بیرغونه

په یو لیک کې چې څو خبري اژانسونو یې متن لیدلی متحدوایالاتو ملګروملتونو ته ویلي کره معلومات ورسره دي چې ښيي روسیه پر اوکراین د برید په صورت کې پلان لري چې د اوکراین یو شمېر ځانګړي وګړي په نښه کړي او ویې وژني، یا یې کمپونو ته واستوي.

دا لیک فرانس پرېس، رویټرز او DPA خبري اژانسونو لیدلی دی خو امریکايي چارواکو یې سرچینې نه دي افشا کړي.

په ژنیو کې د ملګروملتونو په څانګه کې د امریکا سفیرې بات شیبا نیل کراکر پرون د ملګروملتونو د بشري حقونو لویې کمیشنرۍ ته د هغه لیک محتویات روښانه کړل چې د امریکا د استخباراتو له خوا راټول شوي بوږنوونکي جزئیات په کې دي.

په لیک کې راغلي، متحدایالات د اوکراین په ځینو سیمو کې چې روسیې لا پخوا نیولي د بشري حقونو د سرغړونو له کبله سخته اندېښنه لري او باور لري چې د روسیې د یرغل له پیل سره به وضعیت څو ځلې نور هم خراب شي.

په لیک کې راغلي چې کریملېن د هغو کسانو د هدفي وژنو، تښتونو، توقیفونو او شکنجو پلان جوړ کړی چې په اوکراین کې د روسیې د اقداماتو مخالف دي.

د مېرمن کراکر د ادعا له مخې په دې ډله کې د روسیې او بلاروس د حکومتونو سیاسي مخالفین، ژورنالیستان او نور فعالان هم شامل دي خو دا زیاتوي چې د امریکا کره استخباراتي معلومات په ځانګړي ډول ښيي چې روسي ځواکونه د هغو اوکرایني وګړو پر لیست کار کوي چې پر اوکراین د روسیې له برید وروسته باید ووژل شي، یا کمپونو ته واستول شي.

د مېرمن کراکر لیک زیاتوي چې متحدوایالاتونو کره معلومات ترلاسه کړي چې د روسیې پوځ به د ملکي وګړو د احتمالي سوله ییزو اعتراضونو د مخنیوي یا ځپلو لپاره له وژونکو لارو چارو کار واخلي.

متحدوایالاتونو او نورو لوېدیځو هېوادونو پر روسیې تور لګولی چې د اوکراین د اشغال پلان لري خو مسکو که څه هم د اوکراین په سرحد کې یې شااوخوا ۱۵۰ زره سرتېري ځای پرځای کړي، دا تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG