د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۵

د اسیا پراختیایي بانک افغانانو سره د ۴۰۵ میلیونه ډالرو مرستو اعلان وکړ


د اسیا پراختیایي بانک
د اسیا پراختیایي بانک

د اسیا پراختیایي بانک له افغانانو سره د څلور سوه پنځه میلیونه ډالرو مرستو اعلان وکړ. د دې بانک په وینا دا مرستې به د ملګرو ملتونو د څلورو بنسټونو له لوري ولګول شي.

د فلیپین په پلازمېنه مانیلا کې د اسیا د پراختیایي بانک مرکزي دفتر پرون سې شنبه (د سلواغې ۵مه) په یوه بیان کې څرګنده کړه چې دا مرستې به د خوراکي موادو په رسولو، د روغتیایي خدماتو پر چمتو کولو او پوهنې ولګېږي.

د ملګروملتونو له اټکل سره سم نژدې ۲۳ میلیونه افغانان د خوراکي موادو مصونیت نه لري.

د اسیا د پراختیایي بانک له اعلان شوې مرستې به یوسل او پنځه دیرش میلیونه د خوړو نړیوال پروګرام 'ډبلیو.اېف.پي' ته وسپارل شي، څو له هغو بې وزله افغانانو سره چې په کرنه بوخت دي او په خپل کار کې له ستونزو سره مخامخ دي، مرسته وشي.

د ملګروملتونو له اټکل سره سم نژدې ۲۳ میلیونه افغانان د خوراکي موادو مصونیت نه لري.
د ملګروملتونو له اټکل سره سم نژدې ۲۳ میلیونه افغانان د خوراکي موادو مصونیت نه لري.

په بیان کې ویل شوي دي چې نژدې یو لک او اویا زره افغانانو ته به د کار په بدل کې خوراک او د کار په بدل کې پیسې چمتو شي او د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو وجهي صندوق 'یونېسف' به لږ تر لږه دوه سوه میلیونه ډالر ترلاسه کړي، څو پنځه اعشاریه درې میلیونه کسانو ته په افغانستان کې روغتیایي خدمات ورسوي. یونېسف به د شااوخوا لس زره ښوونکو لپاره هم مرستې ترلاسه کړي.

د یونېسف یو بل هدف دا دی چې تر دوه میلیونه ډېرو افغانانو ته کرونا واکسین چمتو کړي.

د خوړو نړیوال پروګرام د اسیا پراختیایي بانک د دې مرستو هرکلی کړی دی او ویلي یې دي چې د دې مرستو له لارې به بې وزلو ته دوی په افغانستان کې خواړه ورسوي.

تر دې مخکې د امریکا متحد ایالاتونو او اروپایي ټولنې تر شپږ سوه میلیونه ډیر ډالر له افغانستان سره د روان میلادي کال لپاره د مرستې په توګه اعلان کړی و.

خو دوی ټولو ویلي دي چې مرستې به د طالبانو د حکومت له لارې نه لګوي، د مرستندویه موسسو او د ملګروملتونو له لارې به یې مصروفوي.

د طالبانو حکومت د اسیا د پراختیایي بانک د مرستو هرکلی کړی دی د طالبانو ویاند او د اطلاعات او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل چې د دې مرستو د وېش برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دي.

مجاهد وايي: "دا ډېر مثبت ګام دی، اسلامي امارت چې څه مسوولیت لري د دې مرستو د وېش د شفافیت پروسه تضمینوي، څارنه به یې کوي، دا پیسې به مستحقینو ته رسېږي، په لازمو برخو کې به مصرفېږي. په دې برخه کې نړۍ ته ډاډ ورکوو."

د طالبانو حکومت د اسیا د پراختیایي بانک د مرستو هرکلی کړی
د طالبانو حکومت د اسیا د پراختیایي بانک د مرستو هرکلی کړی

مجاهد له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې له اړمنو افغانانو سره خپلو مرستو ته ادامه ورکړي.

ملګري ملتونه وایي چې په افغانستان کې شااوخوا اته ویشت میلیونه اړمنو کسانو ته او د افغانستان په ګاونډیو کې له یو شمېر کډوالو افغانانو سره د مرستې لپاره نژدې پنځه میلیارډه ډالرو ته سږکال اړتیا لري.

دې سازمان د افغانستان اوسني وضعیت ته ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده او له مرستندویانو یې غوښتې دي چې مخکې تردې چې افغانان نور وځپل شي، مرستې دې ورسره وکړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG