افغانستان
یونېسف: اندراګاندي روغتون کې د ماشومانو وضعیت د اندېښنې وړ دی
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ساتنې صندوق، یونېسف یوه چارواکي د کابل په اندراګاندي روغتون کې د ماشومانو او روغتیا پالانو وضعیت ډېر د اندېښنې وړباله.
د دې ادارې د ارتباطاتو مسول پراوران مهات چې له دغه روغتونه یې کتنه کړې د یونېسف پر ټویټر پاڼه په یوه ویډیویې پیغام کې له ټولو لورو وغوښتل چې په افغانستان کې پر خوار ځواکۍ او نورو ناروغیو د اخته ماشومانو د ملاتړ لپاره زیاتې مرستې وکړي.
دی وايي: "یونېسف اټکل کوي چې له عاجل اقدام پرته به روان کال له یو میلیون زیات ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخامخ شي. د دې لپاره موږ، یونېسف له خپلو هېوادونو، شریکانو او نورو مرستندویانو غواړو چې افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ له هڅو سره یوځای شي. دوی مرستې ته اړتیا لري. دوې دغې مرستې ته اوس اړتیا لري."
ښاغلي مهات زیاته کړه، ده ولیدل چې د اندارګاندي په روغتون کې روغتیاپالان تر ډېره فشار لاندې وو او میندې خپلو خوارځواکو او پر نورو ناروغیو اخته ماشومانو ته ډېرې اندېښمنې وې.
د ماشومانو د ملاتړ یوې بلې ادارې سیف دې چلډرن تېره اوونۍ په یوه راپور کې ورته خبرداری ورکړ او ویې ویل چې که له افغانستان سره زیاتې مرستې ونه شي نو په دې هېواد کې به شااوخوا ۱۴ میلیونه ماشومان د خوارځواکۍ له ګواښ سره مخامخ شي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
چارواکي وایي، له جرمني افغانستان ته په جرمونو کې د ښکیلو کسانو د لیږلو بهیردوام لري
د جرمني د کورنیو چارو وزیر وایي، افغانستان ته په جرمني په جرمونو کې د ښکیلو افغانانو د لیږلو بهیر دوام لري.
الکساندر دوبرینت د یکشنبې په ورځ د جرمني اې آرډي شبکې سره په خبرو کې ویلي چې د جرمني حکومت پلان لري چې افغانستان ته د مجرمینو لیږلو ته دوام ورکړي او دغه بهیر اوس هره اونۍ ترسره کیږي. هغه همدارنګه وویل چې حکومت یې په افغانستان کې له واکمنو چارواکو سره د دې موضوع په اړه خبرې مخ ته وړي او زیاته یې کړه، هغه کسان چې پردې بهیرانتقاد کوي باید په دې پوه شي چې که سخت مجرمین پریږدي چې په دې هیواد کې پاتې شي، ایا جرمني به خوندي هیواد شي؟ جرمني له کله چې دغه بهیرپیل کړی، تراوسه یې په چارټرالوتکو کې لسګونوکسان افغانستان ته استولي دي.
په تخارکې د ځمکې د ښوویدو په یوه پیښه کې یو کس مړ شوی
په تخار ولایت کې د ځمکې د ښوویدنې په یوه پیښه کې یوکس مړ او څلور تنه نورټپیان شوي دي.
په دې ولایت کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست نن دوشنبې په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دا پیښه د یکشنبې په ورځ د دې ولایت په کلفګان ولسوالۍ کې رامنځته شوې او ویلي یې دي چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.
تخاریوله هغه ولایتونو دی چې وروستیو سیلونو پکې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه رسولي دي.
په تیرو دوو ورځو کې په تخار او بدخشان ولایتونو کې د سیلونو له امله درې کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت نن دوشنبې په خپله ایکس پاڼه کې په یوه بیان کې ویلي چې د تخار او بدخشان ترمنځ لویه لاره چې په څو ځایونو کې د وروستیو سیلونو له کبله بنده شوې وه، یولاین یې د ټرافیکو پرمخ بیرته پرانیستل شوی دی.
دې وزارت ویلي چې د نورو بندو شویو لارو د بیرته خلاصیدو لپاره هڅې روانې دي.
نن د افغانستان ۵ ولایتونو کې د باران اټکل شوی
افغانستان کې د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت نن دوشنبه ۵ ولایتونو کې د باران تالندې او برښنا اټکل کړی دی.
د یاد وزارت د هواپیژندنې ریاست په میدان وردگ، نورستان، کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د باران اټکل کوي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د باران کچه په بېلابېلو سيمو کې له (۱۰) څخه تر (۲۰) ملي متره پورې اټکل کېږي.
تېره یوه میاشت کې په افغانستان کې د باران او سیلابونو په ګډون د طبیعي پیښو له امله نږدې ۲۳۰ کسان مړه شوي او له ۳۰۰ څخه ډیر نور ټپیان شوي دي.
د بریتانیا ځانګړی استازی: افغان خبریالان په سختو شرایطو کې خپل مهم کار ته دوام ورکوي
د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارد لینډ سي دیکشنبه په ورځ د مطبوعاتو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د بیان د ازادۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او وايي تیره اونۍ یې له هغو افغان خبریالانو سره ولیدل چې "لا هم په سختو شرایطو کې خپل مهم کارته دوام ورکوي."
ښاغلي لیندسي په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې "دغه خبریالان د افغان خلکو اندیښنې او غوښتنې مطرح کوي او د هغو کسانو غږ پورته کوي چې ترټولو ډیره اړتیا ورته لري."
بلخوا، د رواداري په نامه د بشري حقوقو سازمان ددغې ورځې په مناسبت افغانستان کې معلوماتو ته د لاسرسي دوضعیت او دبیان ازادي په هکله خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړه.
دغه سازمان وویل ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له ستنیدو وروسته د سلګونو رسنیو کار دریدلی دی او ګڼ شمیر خبریالانو خپل کار له لاسه ورکړی او مجبور شوي چې خپل هیواد پریږدي.
بلخوا افغانستان کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل چې حکومت په ټولنه کې د رسنیو په اساسي رول باور لري.
هغه په یوه ویډیو پیغام کې وویل د طالبانو حکومت له رسنیو څخه غوښتي چې "خپل فعالیتونه د افغانانو د اصولو، دیني او کلتوري ارزښتونو، د اسلامي امارت د نشراتي پالیسۍ، د هیواد د لوړو ګټو او د فردي محرمیت د ساتنې په چوکاټ کې تنظیم کړي."
د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ؛ له سانسور او محدودیت سره مخ افغان خبریالان او رسنۍ
نن، یکشنبه، د می ۳ مه، د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ ده.
د بې پولې خبریالانو د مطبوعاتو د ازادۍ په شاخص کې افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو تر منځ په ۱۷۵ ځای کې دی.
د راپورونو له مخې، اوس مهال څلور افغان خبریالان د طالبانو په توقیف کې دي.
په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت د طالبانو له حکومت غوښتي چې ټول خبریالان بې له شرطه خوشې کړي.
هغه تېره شپه په یوه بیان کې وویل چې طالبان باید ډاډ ورکړي د رسنیو کارکوونکي د غچ اخیستنې، ځورونې او نیول کیدو له ویرې پرته کار کولی شي.
ریچارډ بینیټ زیاته کړه چې په افغانستان کې د ازاد او خپلواک ژورنالیزم لپاره فضا تقریبا ورکه شوې ده او خبریالان په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسیدو راهیسې د سانسور، ډار او توقیف له زیاتیدونکي بهیر سره مخ دي.
د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت وویل چې حکومت په ټولنه کې د رسنیو په اساسي رول باور لري.
هغه په یوه ویډیو پیغام کې چې نن خپور شو، وویل د طالبانو حکومت له رسنیو څخه وغوښتل چې "خپل فعالیتونه د افغانانو د اصولو، دیني او کلتوري ارزښتونو، د اسلامي امارت د نشراتي پالیسۍ، د هیواد د لوړو ګټو او د فردي محرمیت د ساتنې په چوکاټ کې تنظیم کړي."
طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې پر رسنیو سخت بندیزونه لګولي دي.
د افغانستان یوولسو ولایتونو کې د درنو بارانونو او سېلونو په اړه خبرداری ورکړل شوی
د طالبانو د حکومت د هوا پېژندنې ادارې په یوولسو ولایتونو کې د باران او سیلابونو د احتمال په اړه خبرداری ورکړی دی.
دې ادارې وړاندوینه کړې چې بدخشان، تخار، کندز، بغلان، سمنګان، پروان، پنجشیر، نورستان، کونړ، ننګرهار او لوګر به یکشنبه د درنو بارانونو، تالندې برېښنا او سیلابونو شاهد وي.
تمه کیږي چې د باران اندازه به په مختلفو ځایونو کې د ۱۰ څخه تر ۳۰ ملي مترو پورې وي.
د کونړ د برید په اړه د بریټانیا د ځانګړي استازي اندېښنې د پاکستان عکس العمل پارولی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د بریټانیا د ځانګړي استازي وروستۍ څرګندونې چې د کونړ د برید په تړاو یې کړې وې یو اړخیزې او غیر متوازنې بللې دي.
د افغانستان لپاره د بريټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي په کونړ باندې د بریدونو په اړه اندېښنه ښوولې وه او ټینګار یې کړی وو چې د ملکیانو د خوندیتوب او د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره باید اړین ګامونه پورته شي.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ په خپل بیان کې ادعا کړې چې د دوی پوځیانو د افغان طالبانو پوستې او د دوی په ادعا د ترهګرو مراکز په نښه کړي.
د افغانستان لپاره د بريټانیا ځانګړي استازي ښاغلي لینډسي د یوناما د هغه بیان ملاتړ هم ښوولی وو چې په کونړ باندې په هوايي برید کې د لسګونو ملکیانو د مرګژوبلې د مستندولو په اړه ورکړی وو.
د کونړ ولسي خلکو په تېره د پوهنتون محصلینو ویلي چې د پاکستان ټول هوايي بریدونه په هستوګنو سیمو او د سیدجمال الدین افغاني په پوهنتون شوي.
ازادي راډیو ته له کونړه یوې باوري سرچینې تایید کړه چې د تېرې دوشنبې ورځې اپرېل ۲۷مې برید کې لږ تر لږه ۷ ملکیان وژل شوي او ۷۸ نور ټپیان دي.
د مرګژوبلې لویه برخه ماشومانو او ښځو ته رسېدلې او په ټپیانو کې د کونړ د پوهنتون دېرش محصلین هم شامل دي.
فوزیه کوفي وايي طالبانو یې شخصي کور نیولی او یو شمېر خپلوان یې ورته بندیان کړي
د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او د ښځو د حقونو فعاله فوزیه کوفي وايي چې طالبانو د هغې شخصي کور نیولی او یو شمیر خپلوان یې بندیان کړي دي.
طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.
اغلې کوفي د شنبې په ورځ په ایکس پاڼه په یوه بیان کې، چې په دریو میاشتو کې یې دوه وار په کورونو حملې شوي دي.
هغې لیکلي درې میاشتې مخکې د دې شخصي کور طالب ځواکونو نیولی او د کورنۍ غړي او یو شمېر خپلوان یې اړ شول بل ځای ته کډه وکړي.
اغلې کوفي ویلي تېره اوونۍ یو وار بیا د دې د کورنۍ په نوي استوګنځي هم طالب ځواکونو چاپه وهلې او یو شمېر کسان یې نیولي دي.
هغې د نیول شویو کسانو د هویت یا شمیر په اړه څه نه دي ویلي.
په اسلام اباد کې د جرمني سفارت افغانانو ته د کار او زده کړو وېزې انلاین کړې
په اسلاماباد کې د جرمني سفارت اعلان کړی چې په پاکستان کې مېشت افغان وګړي کولای شي د ۲۰۲۶ کال د جون له لومړۍ نېټې څخه د زدهکړې او کار د ویزې لپاره په آنلاین ډول غوښتنلیک وسپاري.
سفارت پرون (جمعه)، په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د زدهکړې او کار ویزو ټول غوښتنلیکونه به یوازې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د قونسلګرۍ د خدماتو د انلاین پورټل له لارې پروسس کېږي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې که چا د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې پورې د انتظارلېست له لارې وخت مخکې تر مخکې اخیستی نه وي، غوښتنلیک نه شي سپارلی.
په اسلام اباد کې د جرمني سفارت وايي، دا کار یې د اسنادو د وړاندې کولو او د پروسې د بشپړولو په چارو کې د اسانتیا لپاره کړی دی.
په بدخشان کې د یوه کان د نړېدو په پېښه کې ۵ کارکوونکي مړه شوي
د بدخشان ولایت په شهرِ بزرگ ولسوالۍ کې د سرو زرو د یوه کان د نړېدو له امله لږ تر لږه پنځه تنه مړه شوي او اته نور ټپیان دي.
د طالبانو د دفاع وزارت نن (شنبې) د دې پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي چې په وژل شویو کې دوه ماشومان هم شامل دي.
د وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه کان د «اویز» په سیمه کې د غر د ښویېدو له امله ونړېد او ګڼ شمېر کارګران یې تر خاورو لاندې کړل.
طالبانو ویلي چې ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي، او یو شمېر نور کارګران چې تر خاورو لاندې بند پاتې وو، ژغورل شوي دي.