د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۳

ګارډین: افغانستان کې یوه کډواله مېرمن اړه شوې دوې لوڼې او خپل پښتورګي وپلوري


داخلي بې ځایه شوي کډوال
داخلي بې ځایه شوي کډوال
  • ګارډین

بریتانیايي ورځپاڼې ګارډین په افغانستان کې د بې ځایه شوېو د ژوند وضعیت ته پام کړی دی.

د ورځپاڼې په دې مقاله کې د یوې ښځې کیسه لیکل شوې چې وايي څو میاشتې وړاندې د سختې بې وزلۍ له امله اړه شوه چې خپلې دوې لوڼې وپلوري.

هغې ویلي چې هره يوه يې په ۱۰۰ زره افغانيو پر هغو کورنيو پلورلې چې هېڅ يې نه پېژني.

هغې ګارډین ته ویلي چې اوس اړه شوې چې خپل پښتورګي وپلوري.

په مقاله کې راغلي چې دا ښځه له شااوخوا درې نیم ملیونه افغانانو یوه ده چې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

ملګرو ملتونو تر دې مخکې خبرداری ورکړی و چې سږکال په افغانستان کې تر ۲۰ ملیونو ډېر افغانان د لوږي له تهدید سره مخامخ دي.

ملګرو ملتونو د روان کال پر مهال له نړیوالو د افغانستان لپاره د پنځه ملیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.

وروسته له هغه چې طالبان په افغانستان کې یو ځل بیا واک ته ورسېدل، امریکا د افغانستان شااوخوا نهه نیم ملیارده ډالره زېرمه کنګل کړه چې د طالبانو لاس ته ونه لوېږي.

طالبانو بیا د دغو پيسو د خلاصون غوښتنه کړې ده خو تراوسه یې د خلاصون خبر نه دی ورکړل شوی.

په ګارډین ورځپاڼه کې یو شمېر پخوانیو برتانیايي پوځي او سیاسي چارواکو په یوه لیک کې وړاندیز کړی چې په افغانستان کې د قحطۍ د مخنیوي لپاره باید له افغانستان سره د مرستو اصول بدل شي.

چارواکو وړاندیز کړی چې د دوو موضوعاتو ترمنځ باید توپیر وشي، هغه پیسې چې د لویو پراختیایي پروژو لپاره لګول کېږي چې باید پر طالبانو باندې د فشار د وسلې په توګه کنګل شي، او هغه پیسې چې د دولتي بنسټونو د پیاوړتیا له لارې د بنسټېزو خدماتو پر وړاندې کولو کې مصرف کېږي.

پخوانیو برتانیايي چارواکو هم د افغانستان په خاطر د پیسو د راټولولو لپاره د یوې نړیوالې غونډې غوښتنه کړې ده.

دوی ویلي چې افغانستان یوه داسيټا کلي لور ته روان دی چې په څلوېښت کلنه جګړه کې یې مثال نه دی لیدل شوی.

د لیک لیکوالانو ټینګار کړی چې دوی د طالبانو لپاره مرسته نه غواړي، خو خبرداری یې ورکړی چې اقتصادي رکود به د پراخو مرګونو او کړاوونو لامل شي چې دوی يې د لوېدیځ د امنیت په ګټه نه بولي.

امریکا او نورو لوېدیځو متحدینو يې ویلي چې دوی د مرستندویه ادارو له لارې له افغانانو سره مرسته کوي، نه د طالبانو د حکومت له لارې.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG