د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

کابل کې يو شمېر ښځو يو ځل بيا د کار، زده‌کړو او خپلو حقونو لپاره اعتراض وکړ


ارشيف، کابل کې يو شمېر معترضې مېرمنې-انځور تزئینی بڼه لري.
ارشيف، کابل کې يو شمېر معترضې مېرمنې-انځور تزئینی بڼه لري.

یو شمېر ښځو بیا هم په کابل کې په یوه اعتراضیه غونډه کې د طالبانو له حکومته وغوښتل چې ښځو ته دې د کار او نجونو ته دې د زده‌کړو اجازه ورکړي.

دوی چې ځان د سیاسي مشارکت په نوم د یوې شبکې غړي پېژني، دا ځل په کابل کې په یوه نامعلوم ځای کې په يوه کور کې راټولې شوې وې او ټینګار یې کاوه چې له ټولنې څخه د ښځو څنګ ته کول د ټولو انسانانو د څنګ ته کولو په معنی ده.

دوی په حکومت کې د سیاسي مشارکت غوښتنه کوله.

د دغو ښځو شمېر چې ۲۰ تنو ته رسېده، ټولو په یوه خوله دا شعار ورکاوه چې له ټولنې د ښځو او نجونو حذف ناممکن دی.

اسوشیټډ پرس خبري اژانس د سیاسي مشارکت د شبکې د یوې غړې راضیه برومند له قوله وایي چې نوموړې د طالبانو له حکومت څخه خپلې غوښتنې داسې مطرح کړي: "ټول هېواد کې د نجونو د ښوونځیو بیا پرانيستل، ښځو ته د زده‌کړې او کار حق ورکول، د اقلیت قومونو د امنیت او مذهبي او جنسیتي حقوقو رعایت او د حکومت په چوکاټ کې ښځو ته د فعال ګډون ونډه ورکول.

کابل کې د يو شمېر ښځو اعتراضیه غونډه
کابل کې د يو شمېر ښځو اعتراضیه غونډه

له کله چې کابل د روان کال د اسد په ۲۴مه طالبانو ونیو، له هغې راهیسې په افغانستان کې ښځو په ډېرو اعتراضیه غونډو کې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره غږ اوچت کړی دی.

د طالبانو حکومت تر اوسه د نجونو او ښځو د زده‌کړې او کار په اړه مشخصې تګلارې نه‌دي اعلان کړي، خو وایي چې د اسلامي شریعت له مخې به ټولو نجونو ته د زده‌کړې حق ورکړل شي.

د طالبانو په حکومت کې هېڅ یوه ښځه هم نه‌شته او د نوې کابینې د اعلان پر مهال‌یې د ښځو د چارو وزارت هم لغوه کړ.

د طالبانو حکومت په ډېرو ولایتونو کې له شپږم ټولګي پورته نجونو زده‌کوونکو ته د زده‌کړې اجازه نه‌ده ورکړې او د طالبانو د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر هم په دې وروستیو کې ویلي چې په پوهنتونونو کې به په ګډه د هلکانونو او نجونو د زده‌کړو دوام امکان ونه‌لري.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر شېخ عبدالباقي حقاني د تېرې یکشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل: "مختلطې زده‌کړې باید پای ته ورسېږي. زیات انتخابونه شته، یو دا چې که امکان ولري د نجونو او هلکانو ځای باید سره جلا شي که دا کار امکان ونه‌لري باید د زده‌کړې وخت سره بېل شي. که دا هم ممکنه نه‌وي باید د ځای له وېشلو کار واخیستل شي."

د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر شېخ عبدالباقي حقاني
د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر شېخ عبدالباقي حقاني

ښځو او نجونو ته د زده‌کړې او کار کولو حق ورکول د طالبانو له حکومت څخه د نړیوالې ټولنې یوه عمده غوښتنه ده.

د امریکا مرستیال ولسمشرې کمالا هارېس په تازه څرګندونو کې ویلي تر هغه ځای چې دوی خبر دي، طالبان په افغانستان کې له نجونو او ښځو سره سم چلند نه‌دی کړی.

د هغې په وینا امریکا طالبان څاري ترڅو د نجونو او ښځو د ملاتړ مسئله یقیني شي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې د طالبانو حکومت د تېرې شنبې په ورځ وویل چې له دې وروسته ښځو ته له شرعي محرم پرته د لیرې سفر کولو اجازه نه‌ورکول کېږي.

پر سفر کولو دغه محدودیت د شااوخوا ۷۰ کیلومتره په واټن کې په پام کې نیول شوی چې زیات غبرګونونه‌یې راپارولي دي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان د ښځو د چارو مسؤلې هیدر بار دغه پرېکړه د ښځو د زنداني کېدو نښه بللې، خو د طالبانو حکومت د هغې دا څرګندونې د دې سازمان تبلیغات بللي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG