د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۵

ملګرو ملتونو د افغانستان ملي ناخالصو عوایدو کې د ۲۰ سلنه کمي خبرداری ورکړ


ارشیف، کابل کې د سړک پر سر یو کاریګر چې په کمه سرمایه کار کوي او ډېر کم عاید لري
ارشیف، کابل کې د سړک پر سر یو کاریګر چې په کمه سرمایه کار کوي او ډېر کم عاید لري

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) د افغانستان په ملي ناخالصو عوایدو کې په راتلونکي یو کال کې د ۲۰ سلنه کمي د احتمال راپور ورکړی.

دې ادارې د افغانستان د ټولنیز-اقتصادي وضعیت په اړه په یو نوي راپور کې ویلي چې د افغانستان کورني ناخالص عواید به د ۲۰۲۰م کال له ۲۰ میلیارده امریکايي ډالرو څخه ۱۶ میلیارده ډالرو ته راکم شي.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام ادارې همدارنګه خبرداری ورکړی چې که بېړني اقدامات ونه‌شي، په راتلونکو کلونو کې به ممکن دا کمی ۳۰ سلنې یا ۱۴ میلیارده ډالرو ته ورسېږي.

یو اېن ډي پي په دې اړه په خپل راپور کې ویلي، د افغانستان اقتصادي اډانه له اوږدې مودې راهیسې د خپل نږدې ۴۰ ملیونه وګړو د ملاتړ توان نه‌لري.

ارشیف، یوه بې‌وزله افغانه کورنۍ
ارشیف، یوه بې‌وزله افغانه کورنۍ

د راپور په باور په افغانستان کې د سړي سر کلنی عواید په ۲۰۱۲ کال کې له ۶۵۰ امریکايي ډالرو څخه په ۲۰۲۰ کال کې ۵۰۰ امریکايي ډالرو ته راټیټ شوي او تمه کېږي چې په راتلونکي کال کې به په چټکۍ سره ۳۵۰ ډالرو ته راښکته شي.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام دا نوې ټولنیزه-اقتصادي ارزونه اټکل کوي چې د کار کولو څخه د ښځو منعه کول کولای شي د دې هېواد د ناخالصو عوایدو تر ۱ میلیارد ډالرو یا پنځه سلنې پورې د دې هېواد ملي اقتصاد ته زیان ورسوي.

په راپور کې پر چارواکو غږ شوی چې د زده‌کړو او کار کولو د حقونو په شمول د افغان ښځو او نجونو حقونه وساتي.

د ملګرو ملتونو په دې راپور کې غوښتنه شوې چې د کورنیو ناخالصو عوایدو کې د راتلونکي زیان د کمېدو لپاره دې د ښځینه مرستندویه کارکوونکو څخه د محدودیتونو د لیرې کولو په شمول ټولې کورنۍ سرچینې فعالې کړی شي.

ارشیف، د افغانستان مخکېني حکومت یو شمېر ښځینه او نارینه افسرانې چې اوس په کورونو ناست دي
ارشیف، د افغانستان مخکېني حکومت یو شمېر ښځینه او نارینه افسرانې چې اوس په کورونو ناست دي

طالبان چې د خپل واک په لومړیو څو میاشتو کې د زیاتېدونکې بې‌وزلۍ، لوږې او اقتصادي بحران سره مخ دي تر اوسه‌یې له کوره بهر د ښځو پر کار کولو محدویتونه پر ځای ساتلي او په ډېرو ولایتونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي یې هم تړلي دي.

XS
SM
MD
LG