د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

ایران: تهران کې ډېری افغان ماشومان د خځلو په ټیمونو کې د پلور توکي لټوي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د ایران په پلازمېنه تهران کې د هغو ماشومانو شمېر تر پخوا زیات شوی چې په کثافتدانیو کې د خرڅلاو وړ توکو پسې ګرځي.

ایراني چارواکي وايي، د دغو ماشومانو ۹۵ فیصده یې بهرنيان دي چې افغانان هم په کې شامل دي.

د بشري حقونو په برخه کې د ایران د عدلیې وزارت مرستیال محمود عباسي ویلي، د دې ماشومانو شمېر په زیاتېدو دی: "څه وخت مخکې په تهران کې یوه میداني څېړنه وشوه. د ماشومانو برخه کې یوې فعالې اینجو دا څېړنه کړې وه. هغوی اعلان وکړ چې ۴۶۰۰ ماشومان په تهران کې د خځلو ټیمونه لټوي چې له ۹۵ سلنې زیات یې بهرني اتباع دي."

ویل شوي، د هغو ماشومانو په ډله کې چې په کثافتدانیو کې د خرڅلاو وړ شیانو پسې ګرځي، ډېر یې افغانان دي.

عباسي وايي، د تهران له ښاروالۍ سره همکار شرکتونه له دې ماشومانو ګټه اخلي.

د بشري حقونو په برخه کې د ایران د عدلیې وزارت مرستیال محمود عباسي وویل، له دغو ماشومانو ناوړه اقتصادي استفاده کېږي: "له ښاروالۍ سره قرارداد لرونکي شرکتونه، د اقتصادي ګټې په خاطر له ماشومانو دا ډول ناوړه استفاده کوي."

عباسي وايي، د تهران له ښاروالۍ سره همکار شرکتونه له دې ماشومانو ګټه اخلي.
عباسي وايي، د تهران له ښاروالۍ سره همکار شرکتونه له دې ماشومانو ګټه اخلي.

په ایران کې له ۱۵ کلنۍ څخه د ښکته عمر لرونکو ماشومانو کار غیرقانوني دی، خو د تهران په ځینو سیمو کې ماشومان د پیسو ګټلو په خاطر د موټرو د مینځلو پرمهال هم لیدل شوي دي.

یوه افغان زلمي وویل: " څلور پنځه کلونه وشول چې کار کوم. ۱۶ کلن یم.د افغانستان څخه یم."

د تهران د ټولنیزو خدمتونو اداره وايي چې له دوه زرو زیات ماشومان په وړو بازارونو او ټرانسپورت کې کار کوي. دوی هره ورځ له دو تر پنځو ډالرو پورې عواید ترلاسه کوي.

د دې پیسو لویه برخه هغه کسان اخلي چې دوی ته کار ورکوي، یا په اصطلاح کارفرما دي.

دا ماشومان وايي، ډېره کله وهل کېږي او ډبول کېږي: "وهل یې راکول چې سپین سترګي وکړې نو په څپېړو او لغتو دې وهي. دا د ښاروالۍ ولا دي چې سړی وړي. بیا درباندې ځایونه پاکوي او پیسې دې اخلي."

د ایران د ټولنیزو خدمتونو اداره وايي، د قانون جوړونکي کولی شي د کارګرو ماشومانو ستونزه هواره کړي.

د ایران قضایي ځواک وايي، په ماشومانو د کار نه کولو قانون یې تصویب کړی، خو اجرائیوي واک نه لري.

په ایران کې مېشت افغانان وايي، د اقتصادي ستونزو له کبله یې ماشومان درنو کارونو ته اړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG