د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

ارواپوهان: له نشو د ماشومانو د ژغورنې غوره لاره له هغوی سره مینه کول دي


ارشیف، د یوه ماشوم له لوري د نشه‌یي موادو کارول
ارشیف، د یوه ماشوم له لوري د نشه‌یي موادو کارول

که مو وليدل چې بچیان مو د لومړي ځل لپاره نشه کوي، نو خبرې ورسره وکړئ او د دوی خبرو ته هم په ارامه غوږ ونیسئ.

د روغتیا نړيوال سازمان څېړنې ښيي چې په نړۍ کې ډېری معتاد ماشومان او زلميان هغه څوک دي چې د کورنيو له مينې څخه بې‌برخې شوي او کورنيو يې د لومړۍ نشې له امله له هغوی سره سپک چلند کړی دی.

ارواپوهان وايي چې ماشومان او زلمیان په ټولنه کې د نورو خلکو په شان مینې او ملاتړ ته اړتيا لري، ځکه نو په کورنيو کې له ماشومانو او زلميانو سره مینه نه‌کول د دې سبب کېږي چې هغوی بل ځای د مينې او داسې چا په لټه کې شي چې دوی ته غېږه خلاصه کړي او خبرو ته‌يې غوږ ونیسي، په همدې ډول د نشه‌يي موادو د مافيايي ډلو په دام کې نښلي.

د معتادینو د درملنې ارواپوهه سمينه يادګاري وايي چې د لومړي ځل نشې له امله د اولادونو رټل او سپکول د دې سبب کېږي چې هغوی خوابدي، عقده‌يي او له ډېره ضده خپلو نشو ته دوام ورکړي، خو له هغوی سره په مينه خبرې کول او په ارامه قناعت ورکول هغوی له نشو څخه راګرځولای شي.

د کورنیو د مشرانو له لوري د ماشومانو په وړاندې د نشه‌یي موادو یا سګرټو څکول
د کورنیو د مشرانو له لوري د ماشومانو په وړاندې د نشه‌یي موادو یا سګرټو څکول

اغلې یادګاري زیاتوي: ‌"کله چې مور او پلار خبر شول چې زوی يې لږ لږ نشه پيل کړې ده، په دې صورت کې لومړی کار دا دی چې له سخت او سپک چلند او سخت قانون څخه دې ځان وساتي، ښکنځل او سپکې خبرې کول د دې سبب کېږي چې زوی يې له مور او پلار څخه لیرې شي او یوه پردي شي او پردي موجود ته پناه يوسي."

مېرمن يادګاري وايي، که بیا هم مینه‌ناک چلند ښه نتیجه ورنه‌کړه، بايد له اولادونو سره د مور او پلار په توګه چلند وشي، خو بايد دا چلند دومره سخت نه‌وي چې د مور او پلار عاطفې او مينې ته زيان ورسېږي.

په افغانستان کې د معتادينو د درملنې په مرکزونو کې څېړنو ښودلې چې له معتادو ماشومانو او زلميانو سره د مور او پلار اړيکې پرې کول د دې سبب شوي چې هغوی نشو ته دوام ورکړي.

ارواپوهان وايي چې ماشومان خپل مور او پلار يوه ښه بېلګه بولي، هر څه له هغوی څخه زده کوي او د هغوی ټول کارونه کټ مټ عملي کوي.

د عامې روغتيا وزارت د نشه‌يي موادو غوښتنې کمولو رياست تخنيکي معاون عبدالشکور حيدري وايي چې اولادونه د مينې او محبت ترڅنګ، يوه داسې چاپېريال ته اړتیا هم لري چې هلته نشه‌يي مواد او د تنباکو دود نه‌وي.

ډاکتر عبدالشکور حیدري
ډاکتر عبدالشکور حیدري

ښاغلی حیدري وايي: "مور او پلار دې خپل ماشومان کنټرول کړي، له هغوی سره دې مينه وکړي او په ورځنیو کارونو کې دې مرسته ورسره وکړي چې هغوی له نشه‌يي موادو، په تېره بیا تنباکو څخه ځان وساتي، هغه مور او پلار چې خپله په تنباکو معتاد دي بايد د اولادونو په مخ کې تنباکو ونه‌څکوي، يو خو دا چې ماشومان‌يې ځینې زده کوي او بل دا چې همدا دود په غير مستقيم ډول د دې سبب کېږي چې هغوی له دې لارې په نورو نشو اخته شي."

‌‌ارواپوهان وايي، په افغانستان کې د نشه‌يي موادو اسانه او ارزانه لاسرسي ته په کتو سره ډېره ضروري ده چې مور او پلار په دې وپوهول شي چې له خپلو ماشومانو سره نرم چلند وکړي.

ارواپوهان وايي چې په رواني برخه کې له نشه‌يي موادو څخه د ژغورنې د لارو چارو ترڅنګ، له ديني پلوه د نشه‌يي موادو د زيانونو په اړه معلومات هم د دې سبب کېږي چې ماشومان او ځوانان له نشو څخه وژغورل شي.

د دغه راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:16 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG