د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

ډاکټران: تاوتريخوالی معتادې مېرمنې له درملنې وروسته بېرته نشو ته اړ باسي


آرشیف، د فراه د نشه يي توکو سره د مبارزې په یوه مرکز کې یو شمېر معتادې مېرمنې
آرشیف، د فراه د نشه يي توکو سره د مبارزې په یوه مرکز کې یو شمېر معتادې مېرمنې

ډېری معتادې مېرمنې تر درملنې وروسته کور ته تر ستنېدو وروسته د کورني تاوتريخوالي له امله بېرته نشو ته مخه کوي.

دغه ډول ښځې چې تر درملنې وروسته بېرته په نشو اخته شوي ځينې يې وايي چې په کورنۍ او ټولنه کې په سپکه سترګه ورته کتل کېدل، له همدې امله دوی يوازې شوي او بېرته يې نشو ته مخه کړې ده، ددوی له ډلې یوه هم فاطمه ده.

  • د فاطمې کیسه

فاطمه چې د خپل مېړه له خوا معتاده شوې او بیا د هغې له خوښې پرته طلاقه شوې ده، تر طلاق وروسته هم د خپل پخواني مېړه له شره نه ده خوندي، پخواني مېړه يې څو ځله هڅه کړې چې دا همداسې خپلو نشو ته دوام ورکړي.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "نشه چې مې پرېښودله خاوند مې د سرای شمالي په هديره کې ولیدم، ويل ته ناروغه يې که دا یو دود مواد ووهې بېرته جوړېږې. ما ورته وويل چې زه اوس تازه له روغتونه راغلې يمه نشه نه کوم. په دې وخت کې يو عسکر راغی، ويل دا ښځه دې طلاقه کړې ده، اوس ستا لپاره پردۍ ښځه ده، یو ځل خو دې په ښیښه معتاده کړه اوس بیا نشه يي مواد ورکوئ؟"

د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د څېړنو له مخې په وروستیو دوو کلونو کې د نشو له امله له ښځو سره زور زياتی ډېر شوی او د دغه ډول ډېری پېښو نتيجه طلاق وي.

  • د ليلما کیسه

لیلما يوه بله مېرمن ده چې د کورني تاوتريخوالي له امله يې نشو ته مخه کړې ده.

دا وايي چې مېړه يې د کورنۍ شخړي په نتيجه کې له کوره وشړله، څرنګه چې د اوسېدو ځای يې نه درلود، مجبوره شوه چې له يوه معتاد سړي سره واده وکړي او هغه يې په نشو اخته کړي.

ارشیف، فراه کې یوه معتاده مېرمن
ارشیف، فراه کې یوه معتاده مېرمن

نوموړې خپله کیسه ازادي راډیو ته داسې بیان کړه: "یوه بده خورلڼه مې درلوده چې ډېره بې وزله وه، څوک يې نه درلود. ما په کور کې ځای ورکړ، د کور سامان او پيسې مې ورکړې. یوه ورځ مې وړوکی بچی ناروغه و او ډاکټر ته مې بېولی و، کله چې کور ته راغلم ګورم چې ښځه په کور کې نشته، د کور سامان يې وړی او زما لوڼې يې هم له ځانه سره بېولي دي. تر هغه وروسته زما خاوند او زامنو مې زه ډېره ووهلم، ويل تا ولې دا ښځه کور ته راوستله، خاوند مې راته وويل چې تر څو زما لوڼې پيدا نه کړې بېرته کور ته را نه شې."

  • ارواپوهان یې په اړه څه وايي؟

د معتادينو د درملنې ارواپوهان وايي، له کومو معتادو مېرمنو سره چې په کورنۍ کې زور زياتی کېږي، په ټولنه کې هم په سپکه سترګه ورته کتل کېږي.

په کابل کې د معتادو مېرمنو د درملنې سل بستريزه روغتون اروا پوهه مرسل احمدي وايي چې ډېری معتادې مېرمنې تر درملنې وروسته په کورنۍ او ټولنه کې د زور زياتي له امله بېرته نشو ته مخه کوي.

اغلې احمدي زیاتوي: "تاوتريخوالی بېرته په نشو باندې د اخته کېدو لامل کېږي. دغه ډول د درملنې بهير هم ګډوډ کوي، ځکه کله چې یو ناروغ جوړېږي، د کورنۍ درک او ملاتړ ته اړتیا لري، کله چې له روغتيايي مرکز څخه روغ وځي او بیا ډبول کېږي بې باوره کېږي، ښکاره خبره ده چې د درملنې بهير هم ټکنی کېږي او ناروغ بېرته نشو ته مخه کوي."

د معتادينو د درملنې په مرکزونو کې له معتادو ښځو سره د مرکو پر بنسټ، له ښځو سره ډېری زور زياتی معتادينو کړی دی.

د مشرانو جرګې د ښځو چارو کمېسيون مشره ګلالۍ اکبري وايي چې په افغانستان کې تر درملنې وروسته د معتادو ښځو د ملاتړ پروګرام نشته، څرنګه چې په ټولنه کې د اعتياد لمن ډېره پراخه ده، نو ښځې دې ته اړ ايستل کېږي چې له زور زياتي څخه د خلاصون لپاره نشو ته پناه يوسي.

اغلې اکبري زیاته کړه: "په افغانستان کې ډېرې معتادې ښځې شته، کله چې دوی تر درملنې وروسته له روغتونه خارجېږي، په کور کې زور زياتی ورسره کېږي، علت يې دا دی چې هغه وزارتونه چې په دې برخه کې کار کوي، دې ته يې پام نشته چې بايد د معتادو ښځو ملاتړ وشي، لاس نيوی يې وشي، ټولنې ته بېرته د راګرځېدو زمینه ورته برابره شي، د اقتصادي او اجتماعي پلوه يې ملاتړ وکړي."

اروا پوهان باور لري چې عادي ژوند ته د معتادو مېرمنو بیرته راګرځېدل به د هغوی ماشومان هم د نشو له خطره خوندي کړي، ځکه چې ډېری ماشومان د خپلو معتادو ميندو له خوا په نشو اخته شوي دي.

د دې راپور غږیزه بڼه هم ددې تړوني په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:04:00 0:00
مستقیم لېنک


XS
SM
MD
LG