د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

پکتیا کې د معتادو ماشومانو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي


ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.
ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

په پکتیا کې په نشه د اخته ماشومانو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي چې دې وضعیت پکتیاوال د خپلو اولادونو راتلونکي ته اندېښمن کړي دي.

پکتیا کې د ازادي راډیو خبریال د معتادو ماشومانو د موندنې په لټه کې شو، په یوه ورځ کې یې ۱۲ داسې معتاد ماشومان وموندل چې عمرونه‌یې د ۱۲ او ۱۸ کالونو ترمنځ و، خو دوی له رسنیو سره خبرې نه‌کولې.

د الیاس په نوم یو معتاد ماشوم چې خپل اصلي نوم نه‌اخلي وایي، په ۱۰ کلنۍ کې د نږدې خپلوانو له‌خوا لومړی په سګرېټو، نسوارو او بیا وروسته په نورو نشو باندې اخته شو.

هغه وویل: "په پاکستان کې مې د تره له زامنو سره د خښتو په بټیو کې کار کاوه کله کله به‌یې یو دود سګرېټ ماته هم راکړ ورو، ورو په سګرېټو روږدی شوم. اوس چې نشه ونه‌کړم، په مازې خبره غصه راځي، جنګ کوم او سر مې خوږېږي."

د الیاس ژوند له نشې وروسته ډېر تریخ شوی او د خپلو همزولو په منځ کې د یوازیتوب، سپکاوي او کمزورتیا احساس کوي.

دی د زده‌کړو او ښې روغتیا ارمانجن او خپلو هغو همزولو ته ځورېږي چې هغوی ښوونځي ته ځي او دی نشې کوي.

ده وویل: "تر نشې مخکې تر خپلو همزولو ډېر غښتلی او چاغ وم، خو اوس بېخي کمزوری شوی یم، له ځان سره وایم چې زه هم کاش د دوی په څېر روغ وی، ډېر کوښښ مې وکړ چې نشه پرېږدم، خو نه‌پرېښودل کېږي."

دا یوازې الیاس نه‌دی چې د نشې په لومه کې بند دی، بلکې په پکتیا کې ګڼ شمېر داسې ماشومان شته چې د سګرېټو او نسوارو ترڅنګ نورې نشې کوي، خو د کورنیو مشران‌یې پرې خبر نه‌دي او یا یې د مخنیوي او درملنې هڅه نه‌کوي.

په پکتیا کې د معتادینو د درملنې ۲۰ بستریز روغتون رئیس ډاکتر محمد عارف وایي، په پکتیا کې معتادین ډېر شوی چې دې کار پر ماشومانو هم ناوړه اغېزه کړی او د دوی درملنه‌یې هم ټکنۍ کړې ده.

نوموړي وویل: "په پکتیا کې د هغو معتادینو شمېر ډېر شوی چې عمرونه‌یې تر ۲۰ کالو پورته دي، په داسې حال کې چې زموږ په روغتون کې بسترونه لږ دي او د معتادو ماشومانو د درملنې لپاره هېڅ ځای هم نه‌لرو."

د معتادینو د درملنې ۲۰ بستریز روغتون مسؤلین وایي، د دې ستونزې د حل لپاره‌یې څو ځله د عامې روغتیا وزارت ته وړاندیز کړی، خو د دوی په خبره چې تر اوسه‌یې مثبت ځواب نه‌دی ترلاسه کړی.

د دې راپور د غږیزې بڼې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

XS
SM
MD
LG