د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۴

طبي ډاکټران: له ښځينه معتادينو سره تبعيض او توپيري چلند کېږي


ارشیف، یو شمېر افغان معتادې مېرمنې
ارشیف، یو شمېر افغان معتادې مېرمنې

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې د نړۍ له هرو پنځو ښځو څخه يوازې يوه يې د نشې پرېښودلو صحي امکانات په واک کې لري، خو د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د څېړنو له مخې روغتيايي مرکزونو ته د ښځو لاسرسی او روغتيايي مرکزونو ته د ښځو د ورتګ شمېرې تر دې هم ټيټې دي.

د دې ترڅنګ چې د معتادینو لپاره د درملنې مرکزونه لږ دي، په کورنیو کې د نارينه او ښځينه معتادينو تر منځ توپيري چلند هم د دې لامل شوی چې ښځينه معتادينو ته په روغتيايي مرکزونو کې د بستري کېدو اجازه ورنه کړل شي او له هغوی سره د يوه زنداني په شان چلند وشي.

د معتادينو د درملنې په یوه روغتيايي مرکز کې اجتماعي کار کوونکې مرسل يزدان پرست وايي، که څه هم ډېری ښځې د نارينه وو له خوا په نشه يي موادو اخته شوي، خو بيا هم له ښځينه معتادينو سره تبعيض او توپيري چلند کېږي.

یوتن معتاده میرمن، په کورنیو کې له ښځينه معتادينو سره د يوه زنداني په شان کیږي.
یوتن معتاده میرمن، په کورنیو کې له ښځينه معتادينو سره د يوه زنداني په شان کیږي.

اغلې یزدان پرست زیاته کړه: "که د دې موضوع ټولنیز اړخ ته پام وکړو، ښځينه معتادینو ته په کورنیو کې دومره په سپکه سترګه کتل کېږي او زور زياتی ورسره کېږي چې له نارینه وو معتادينو سره هغومره زور زياتی نه کېږي. د نارينه په شان د ښځينه معتادينو چندان ملاتړ نه کېږي، که د کورنۍ ارزښت ته پام وکړو، یوه مېرمن په کور کې ډېر مهم رول لري، که يوه ښځه معتاده شي د کورنۍ نظام ډېر ژر ګډوډ کېدلای شي."

د طبي څېړنو له مخې، د معتادو ميندو ماشومان هم له موره معتاد پيدا کېږي، نو د دې په خاطر چې کورنۍ د معتادينو لپاره په يوه وړه ټولنه تبديله نه شي، ډاکټران د نارينه وو پرتله په کورونو کې د ښځو درملنه او پالنه ضروري ګڼي.

ډاکټره قندي ګله الکوزۍ چې د معتادینو د درملنې په يوه روغتيايي مرکز کې کار کوي وايي چې کورنيو کې د ښځينه معتادينو پر وړاندې تبعيض او توپيري چلند د دې لامل شوی چې له ځينو ښځو سره د يوه زنداني په ډول چلند وشي.

نوموړې وايي: "داسې مېرمنې شته چې خپل هویت او ځان نه پېژني. درې ځواني نجونې وې، دوی د اعتياد له امله د خپلې کورنۍ له خوا دومره ګواښل شوې وې چې په غم او ښادۍ کې يې برخه نه شوای اخیستلای، اکثره وخت به په يو خاص ځای کې ساتل کېدې چې څوک يې و نه ويني، ځکه چې د هغوی اعتياد يې شرم باله او ورته ويل کېدل به چې تاسې پوډريانې ياست."

په کورونو کې د معتادو ښځو د درملنې بهير ښودلې، هغه ښځې چې په خپلو کورونو کې له تاوتريخوالي سره مخ دي، په کورونو کې يې درملنې هم ګټوره او موثره نتيجه نه ده ورکړې.

دغه ډول ښځې چې کله بېرته په نشو اخته کېږي، تر پخوا يې د نشه يي موادو اندازه هم ډېره وي.

د معتادينو د درملنې په برخه کې ارواپوهه مرسل احمدي وايي چې تر درملنې وروسته د ښځو لپاره د چاپېريال چمتو کول د هغوی تر درملنې ډېر مهم کار دی، ځکه په وینا یې چې درملنه تر ډېره حده د انسان له ذهن او روان سره اړه لري.

هغه ښځې چې په خپلو کورونو کې له تاوتريخوالي سره مخ دي، په کورونو کې يې درملنې هم ګټوره او موثره نتيجه نه ده ورکړې.
هغه ښځې چې په خپلو کورونو کې له تاوتريخوالي سره مخ دي، په کورونو کې يې درملنې هم ګټوره او موثره نتيجه نه ده ورکړې.

اغلې احمدي زیاته کړه: "دا چې موږ له ناروغ سره مرسته کوو څو پر خپلو پښو ودرېږي او له روحي پلوه يې وضعيت ښه شي، بايد دغسې د معتاد له کورنۍ سره هم غونډې وشي څو هغوی له هغه معتاد سره د چلند کولو لارې چارې زده کړي چې له تاوتريخوالي سره مخ دي، بايد پر معتادينو باور وکړل شي، د معتادينو تر درک کولو وروسته د هغوی له تاوتريخوالي څخه لاس واخلي."

په کورنيو کې د ښځينه معتادينو پر وړاندې زور زياتی په داسې حال کې د بحث وړ ګرځي چې د افغانستان په ډېرو ولايتونو کې ښځې د نشو له امله له کورونو شړل کېږي او له ناچاريه شپه او ورځ له نارينه وو سره تېروي.

ددې راپور غږیزه بڼه دلته اوریدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:40 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG