د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۵

ډاکټران: د معتادو مېندو ماشومان له موره معتاد زېږي


آرشیف
آرشیف

د هغو ماشومانو درمنله خورا پېچلې ده، چې د مور په ګېډه کې معتاد شوي وي.

ډاکټران وايي د هغو ماشومانو درملنه ډېره پېچلې ده چې د ميندو په ګېډو کې د نشه يي موادو له امله زيانمن شوي او يا معتاد شوي وي. ډاکټران وايي دوی دا ماشومان له خپلو معتادو ميندو سره یو ځای د ۴۵ ورځو لپاره بستري کوي او درملنه يې کوي.

د معتادو ښځو او ماشومانو سل بستريز روغتون مسووله ډاکټره ښایسته حکيم وايي، کله چې د معتادو ميندو ماشومان وزېږي، وروسته د دې ماشومانو په وجود کې د نشې يا اعتياد نښې نښانې راڅرګندېږي.

حکيم زياته کړه: "معتاد ماشوم ډېر ژاړي او د درد احساس کوي، له رواني او جسمي پلوه په خطرناک حالت کې وي، ناارامه وي او ځان يې درد کوي، موږ د دې نښو نښانو، وزن او عمر په پام کې نيولو سره د هغوی معاينات کوو او بيا دوا ورکول کېږي."

د ډاکټرانو په وينا، د اميدوارۍ پر مهال نشه کول د دې لامل کېږي چې د مور په ګېډه کې روغ ماشوم هم معتاد شي، ځکه نو د مور په ګېډه کې دغه ډول ماشومان خوارځواکي، معلول او له جسمي پلوه روغ نه وي.

د عامې روغتيا د نشه يي موادو غوښتنې کمولو رياست وايي، چې که څه هم په افغانستان کې د داسې ميندو شمېر ډېر دی چې په ګېډو کې يې ماشومان معتاد شوي وي، خو تر اوسه په دې اړه دقيقه څېړنه نه ده شوې.

د دې رياست تخنيکي معاون ډاکټر عبدالشکور حيدري وايي، چې د معتادې مور په ګېډه کې ماشوم د پلاسنټا له لارې معتاد کېږي.

حيدري زياتوي: "په نړيواله کچه څېړنې ښيي چې کله يوه مور د اميدوارۍ پر مهال نشه وکړي، نو دا نشه يي مواد د مور په ګېډه کې ماشوم د پلاسنټا له لارې زيانمنوي او وروسته پسې معتاد کېږي، کله چې ماشوم وزېږي، نو په نشه يي موادو مخکې لا اخته شوی وي."

ډاکټران وايي، که يوه معتاده مور تر اميدواره کېدو مخکې نشه پرېږدي، په ګېډه کې ماشوم به يې روغ پاته شي او بايد دا کار تر اميدوارۍ مخکې وشي، خو که تر اميدوارۍ مخکې نشه پرې نه ږدي، نو په ګېډه کې ماشوم به يې هم زيانمن شي.
--------------------
راپور: فرید حلیمی

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:15 0:00
XS
SM
MD
LG