د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۳

افغانستان کې د ناامنیو او د جګړو شدت د استوګنځیو بیې راغورځولي


ارشیف، د کابل ښار یوه څنډه کې یو شمېر نوې جوړې شوې ودانۍ
ارشیف، د کابل ښار یوه څنډه کې یو شمېر نوې جوړې شوې ودانۍ

د بهرنیانو له وتلو سره د جګړې شدت او د افغان پوځ او طالبانو ترمنځ د ځینو ولسوالیو لاس په لاس کېدو اوس یو شمېر افغانان دې ته اړ کړي چې خپلې مېنې وپلوري او له هېواده ووځي.

که څه هم هغه کسان چې خپل جایدادونه پلوري ښایي شمېر یې زیات وي، خو د دغو ناامنیو او د جګړو شدت د استوګنځیو په پېر او پلور منفي اغېز کړی.

د جایدادونو ځيني سوداګر وايي، روان حالت‌یې په کار او بار ۵۰ سلنه منفي اغېز کړی او د ځمکو بیې رالوېدلې دي.

د کابل مکروریانو سیمې اوسېدونکی مرتضی، هغه سیمه چې د خلکو ګڼه ګوڼه په‌کې زیاته ده، د لوړو امنیتي ګواښونو او نا امنیو له امله افغانستان پرېږدي.

هغه غواړي له خپل ۵ کسیزې کورنۍ سره ترکیې ته لاړ شي.

مرتضی چې خپل کور یې په ډېرو ارمانونو سره په زیاتو پېسو جوړ کړی و اوس‌یې د پلور هڅه کوي.

مرتضی خپل کور په تاوان پلوري، خو لا یې هم د کور دروازه کوم پېرېدونکي نه‌ده ټکولې.

د کابل لوېدیځ کې د استوګنې ښارګوټی
د کابل لوېدیځ کې د استوګنې ښارګوټی

دی وايي: "پنځه میاشتې کېږي خپل کور مې خرڅلاو ته وړاندې کړی، ما مخکې د کور بیه شااوخوا ۱۰۰ زره ډالره ټاکلې وه اوس‌یې څوک په ۷۰ زره هم نه‌اخلي، خو لا تر اوسه هم څوک نه‌دي پیدا شوي چې وایې‌خلي، په دې کور مې زیات مصرف هم کړي، خو اوس‌یې له ناچارۍ پلورم، ځکه پرېکړه مې کړي چې خپل کور خرڅ کړم او له دې وطن یو خوا ته ځان او کورنۍ وباسم."

په همدې حال کې محمد همایون چې د کابل ښار په نهمه ناحیه کې د معاملاتو رهنما لري وايي، نا امنیو او خرابو شرایطو ډېر خلک دې ته اړ کړي چې خپل کورونه د خرڅلاو لپاره رهنما ګانو کې ثبت کړي.

خو هغه وايي، ډېر کم خلک ښه چانس لري چې کورونه‌یې خرڅېږي او د خپل راتلونکي ژوند په اړه پرېکړه کوي.

همایون زیاتوي: "د کورونو ثبت د خرڅېدو لپاره بېخي زیات دی، خو پېرېدونکي نه‌شته، قیمتونه له نیم څخه هم رالوېدلي، د مثال په ډول یو درې اتاقه کور چې پخوا به‌یې بیه ۱۵۰ زره ډالره وه، اوس هغه ۶۰ زرو ته راکښته شوی، خو پېرېدونکي نه‌شته."

ښاغلی همایون وايي، نه‌یوازې د کورونو بیې رالوېدلي، بلکې د ځمکو بیې هم شاوخوا ۵۰ سلنه راښکته شوي.

دغه اندېښنې په داسې حال کې زیاتې شوي چې د امریکا جمهور رئیس جو بایډن ویلي چې خپل ځواکونه به د اګسټ میاشتې تر پایه پورې له افغانستان څخه وباسي.

له دې سره هم‌مهاله د افغان پوځ او طالبانو ترمنځ جګړې زور اخیستی ان تر دې چې ګڼ شمېر ولسوالۍ د دواړو اړخونو له‌خوا لاس په لاس شوي.

XS
SM
MD
LG