د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

افغانستان کې د حضوري درسونو پیل او د ناامنو سیمو د ښوونځیو نامعلوم راتلونکی


بدخشان کې د نجونو یو ښوونځی
بدخشان کې د نجونو یو ښوونځی

په ښوونځیو کې د حضوري درسونو له پیل سره، د ناامنو سیمو د ښوونځیو نامعلومې راتلونکې، زده‌کوونکي اندېښمن کړي دي.

تیره ورځ د پوهنې وزارت په سړو او ډېرو سړو سیمو کې د ښوونځیو حضوري زده‌کړې پیل کړې، خو ډېر زده‌کوونکي شته چې یا له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي او یا د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې دي، د دوی برخلیک به څه کېږي؟

په افغانستان کې د جګړو او ناامنیو دوام د ډېرو زده‌کوونکو پر مخ د زده‌کړو دروازې تړلې دي.

د بدخشان ولایت د جرم په ولسوالۍ کې د یوولسم ټولګي یوه زده‌کوونکې ازادي راډیو ته وايي، د راتلونکې په اړه اندېښمنه ده.

دې چې خپل نوم وانه‌خیست ويې‌ویل، په روان وضعیت کې چې په ټول چاپېریال کې وېره خپره ده، ښوونځي ته تګ یو ستونزمن کار دی.

د دې په خبره طالبانو په سیمه کې داسې وضعیت راوستی چې د دې په شان ټولو نجونو ته‌یې، ښوونځي ته تلل ګران کړي دي.

دا وايي: "موږ د ناوړه امنیتي وضعیت له امله نه‌شو کولای ښوونځي ته لاړې شو. ښوونځي پیل شوي، خو د طالبانو له وېرې نه‌شو ورتللی. له محرم او برقې پرته ښوونځي ته نه‌شو تللې. زه په خپله نه‌غواړم ښوونځي ته لاړه شم. له شپږم ټولګي نه پورته نجونو ته اجازه نه‌ورکوي چې ښوونځي ته لاړې شي."

بدخشان کې یو ښوونځی
بدخشان کې یو ښوونځی

سربېره پر دې یو شمېر چې د ناامنیو له امله له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي هم د راتلونکي په اړه اندېښمن دي.

د رسمي شمېرو له مخې د روان کال د حمل له میاشتې نه د سرطان تر نیمايي پورې په افغانستان کې، شااوخوا ۳۵ زره کورنۍ له خپلو سیمو بې‌ځایه شوې دي.

په دوی کې ډېری زده کوونکې هم شته چې برخلیک‌یې راتلونکې پورې تړلی.

عبدالله یو د دغو کورنیو له کسانو څخه دی چې اولادونه‌يې له دغه برخلیک سره مخ شوي دي.

دی چې د پکتیا ولایت د زرمت له ولسوالۍ نه د پکتیکا مرکز شرنې ته کډه شوی وايي، دوه زامن‌یې چې په پنځم او شپږم ټولګي کې وو، له زده‌کړو پاتې شوي دي.

عبدالله زیاتوي: "دا زموږ اندیښنه ده چې نه‌شو کولای داخله ورته واخلو، ځکه چې سې‌پارچه او تصدیق غواړي. اصول خو دا دي چې باید سې‌پارچه شي، موږ سې‌پارچه نه‌شو راوړی. د دې له امله اندېښمن یو."

په ورته وخت کې د افغانستان پوهنې وزارت ویاندې نجیبې ارین ویلي، په هغو سیمو کې چې جګړې روانې دي، د نورو سیمو په شان په‌کې د ښوونځیو دروازې تړلي، خو په کومو سیمو کې چې نسبي امنیت وي، هڅې کېږي چې د کال منځنۍ ازموینې یې واخیستل شي.

دې وړاندې وویل: "زموږ هغه هېوادوال چې بې‌ځایه او له ولسوالیو څخه لویو ښارونو ته کډه شوي، هغوی ته د زده‌کړو اضطراري خدمات رسوو چې د یونېسف په مرسته پلي کېږي، خو په ټوله کې هغه کسان چې لویو ښارونو ته راغلي، کله چې نسبي امنیت ټینګ شو کولاي شي ښوونځیو ته اسناد تسلیم کړي، معذرتي ازموینه ترې اخیستل کېږي. دا هڅه هم کوو چې اضطراري ټولګي ورته جوړ کړو."

د افغانستان پوهنې وزارت ویانده نجیبه ارین
د افغانستان پوهنې وزارت ویانده نجیبه ارین

په ورته وخت کې د طالبانو ویاند محمد نعیم وايي، کومه اعلامیه چې دوی خپره کړې، دوی د تعلیمي او تحصیلي ادارو ساتنه کوي او د دوی تر ولکې لاندې په ټولو سیمو کې دغه ادارې فعالې دي.

د دوی په اعلامیه کې راغلي چې د دوی تر ولکې لاندې سیمو کې د تعلیمې او تدریسي فعالیتونو پر وړاندې هېڅ خنډ نه‌شته.

د پوهنې وزارت د شمېرو له مخې په ټول افغانستان کې ۹،۷ ملیونه زده‌کوونکي په زده‌کړو بوخت دي چې ۴۲ فیصده‌یې نجونې دي.

د پوهنې وزارت تېره ورځ اعلان کړه چې د سړو او ډېرو سړو سیمو په ښوونځیو کې یې د اسد په دوهمه حضوري زده‌کړې پیل کړي او د کال منځنۍ ازموینې به د اسد په شپږمه واخیستل شي.

له دې سره سره زده‌کوونکي له خپل برخلیک اندېښمن دي.

XS
SM
MD
LG