د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

افغانستان کې د کرونا تر سیوري لاندې د سړو سیمو ښوونځي پیل شول


ارشیف، یو شمېر زده کوونکې
ارشیف، یو شمېر زده کوونکې

د افغانستان د پوهنې وزارت اعلان کړه چې نن شنبې (د زمري په ۲مه) د سړو او ډېرو سړو سیمو په ښوونځیو کې حضوري درسونه پیل شوي دي.

د دغه وزارت ویاندې نجیبې ارین ازادي راډیو ته وویل، دغه تصمیم د درې وزارتونو ، پوهنې، لوړو زده کړو او عامې روغتیا وزارتونو د ګډې کمېټې د پرېکړې پر بنسټ نیول شوی دی.

اغلې ارین زیاته کړه: "د زمري په دوهمه د سړو او ډېرو سړو سیمو ښوونځي فعالېږي او د زمري تر پنځمې نېټې پورې ۴نیم میاشتني ازموینې اخېستل کېږي او د زمري په شپږمه نېټه په سړو او ډېرو سړو سیمو کې د نیمايي کال ازموینې اخلو."

د افغانستان د پوهنې وزارت ویانده نجیبه ارین
د افغانستان د پوهنې وزارت ویانده نجیبه ارین

دې وویل، د تودو سیمو په ښوونځیو کې کلنۍ ازموینې د زمري په شپږمه نېټه اخېستل کیږي او له ازموینې وروسته زده کوونکي وروستیو یعنې کلنیو رخصتیو ته ځي.

په ورته وخت کې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د لوړو زده کړو د موسسو بیا پرانیستل د کرونا ویروس واکسین ته مشروط بللي دي.

د دغه وزارت ویاند حنیف فرزان وايي، د لوړو زده کړو هغه موسسې چې شرایط یې پوره کړي وي، کولای شي د زمري میاشتې له څلورمې نېټې حضوري زده کړې پیل کړي.

فرزان زیاته کړه: "د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه شورا د پرېکړې پر بنسټ، د کابل، پنجشیر، کندز، نیمروز، دایکنډي، بلخ، جوزجان، بادغیس، کندهار، نورستان او سمنګان ولایتونو کې چې د عامې روغتیا وزارت د راپور له مخې په کې د کرونا ویروس د مثبتو شمېرو کچه له ۳۵ سلنې کمه ده، حضوري زده کړې د زمري میاشتې په ۱۶ د جدي روغتیايي تدابیرو په پام کې نیولو سره پیلېږي."

د عامې روغتیا مسوولین وايي، د پوهنتونونو او د لوړو زده کړو د بنسټونو د حضوري درسونو د پیل په اړه د ګډې کمېټې له خوا نن شنبه تصمیم نیول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د عامې روغتیا وزارت کرونا ویروس اوس هم یوه جدي ستونزه ګڼي.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علیزی وايي: "اوس هم کرونا ویروس ګرانو هېوادوالو ته یو جدي ګواښ دی، د ښوونځیو فعالېدل به په تدریجي توګه وي، د زده کوونکو ازموینې دي، ټول روغتیايي مسایل په جدي ډول پام کې نیول کېږي."

مخکې له دې د پوهنې وزارت د کروناویروس د لا خپرېدو د مخنیوي په خاطر د جوزا په اتمه په ۱۶ ولایتونو کې د دوو اوونیو لپاره ټول ښوونځي رخصت کړل جې بیا دا موده اوږده شوه.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د تازه خپرو شوېو شمېرو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰۳ کسان په کرونا ویروس اخته شوي او ۳۲ کسان ترې مړه شوي دي.

رسمي شمېرې ښيي چې د کرونا ویروس د خپرېدو له پیله تر اوسه دغه هېواد کې یو لکو درې څلوېښت زره او ۸۹۶ کسان په کووېډ- ۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي، خو ویل کېږي چې غیر رسمي شمېر تر دې زیات دی.

XS
SM
MD
LG