د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

یوناما: د روان کال لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله ۴۷ سلنه زیاته شوې


د ۲۰۲۱ کال مې میاشت کې په لوګر کې د یوې موټربم چاودنې د قربانیانو ډله‌ییزه هدیره
د ۲۰۲۱ کال مې میاشت کې په لوګر کې د یوې موټربم چاودنې د قربانیانو ډله‌ییزه هدیره

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر، یوناما په خپل تازه راپور کې وايي، د ۲۰۲۰ کال د لومړیو شپږو میاشتو په پرتله د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله ۴۷ سلنه زیاته شوې.

يوناما د ملکي تلفاتو په اړه د خپل شپږ میاشتني راپور په خپرولو سره ویلي، که روان حالت دوام وکړي روان ۲۰۲۱ میلادي کال به د ملکي تلفاتو له اړخه له ۲۰۰۹ کال راپدېخوا تر ټول خونړی کال وي.

د یوناما په تازه راپور کې چې د دوشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د زمري ۰۴» یې خپور کړ راغلي چې د روان میلادي کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د جون میاشتې تر پایه ۱،۶۵۹ ملکي افغانان وژل شوي او ۳،۵۵۴ نور ټپیان دي.

یوناما په خپل راپور کې د ماشومانو او مېرمنو وژل د اندېښنې وړ بللي دي او وايي "په ځانګړي ډول ټکان ورکوونکې او ژوره اندېښنه دا ده چې ښځې، هلکان او نجونې د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ نیمایي کې د ملکي تلفاتو نږدې نیمایي برخه جوړوي."

د جګړې له امله یوه ټپي شوې افغان ماشومه
د جګړې له امله یوه ټپي شوې افغان ماشومه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر، یوناما په شپږ میاشتني راپور کې راغلي چې د دې مرګ‌ژوبلې ډېر مسؤلیت چې ۶۴ سلنه کېږي د حکومت مخالفو وسله‌والو ته ورګرځي چې طالبان، غير مسؤل وسله‌وال او داعش په ترتيب د دې تلفاتو مسؤل ګڼل شوي.

په راپور کې همداراز ویل شوي چې ۲۳ سلنه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه هم د ملکي تلفاتو عاملین دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مشرې دیبرا لاینز رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ويلي چې روان حالت سخت د اندېښنې وړ دی.

اغلې لاینز زیاتوي: "نن یوناما ملکي کسانو ته د زیان په اړه د خپلو شپږ میاشتو موندنې خپرې کړې، دغه موندنې خواشینوونکې دي او ښيي چي افغانانو ته زیات زیان اوښتی، شمېرې ډېر دردوونکی حالت ښيي، په ځانګړې توګه د مې میاشتې له لومړۍ نېټې ښودل شوي چې په ډېر شمېر افغانان وژل او ټپیان شوي دي، لازمه نه‌ده چې دغه حال وي، په پوځي لاره پر مخ تلل به افغانانو ته زیات زیان ورسوي."

يوناما ليکلي چې له ۲۰۰۹م کال راهیسې چې دا بنسټ د ملکي تلفاتو سيستماتيک ثبت او سند پيل کړ دا لومړی ځل دی چې نړیوالو ځواکونو ته د ملکي تلفاتو هېڅ پېښه نه‌ده منسوب شوې.

خو افغان حکومت بیا په دې راپور کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له‌خوا ملکیانو ته د اوښتو تلفاتو په اړه د دې راپور شمېرې رد کړې دي.

اجمل عمر شینواری
اجمل عمر شینواری

د افغانستان د وسله‌والو ځواکونو عمومي ویاند اجمل عمر شینواری وايي: "دا موږ په کلکه ردوو، د افغانستان وسله‌وال پوځ د ملکي تلفاتو په اړه نه مسؤلیت مني او نه‌یې په غاړه اخلي، دا کار تر اوسه زموږ له‌خوا له نېکه مرغه نه‌دی شوی او دا ډاډ ټول ولس او نړیوالو ته ورکوو چې د افغانستان وسله‌وال پوځ ټولو جنګي قوانینو ته ژمن دی او د هغې پر بنسټ خپل تحرکات سر ته رسوي."

طالبان بیا د یوناما دا راپور یو اړخیز یادوي او وايي چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره دوی جدي پام کوي.

د دې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي چې ملکي تلفات د هوايي حملو له امله زیات رامنځته کېږي.

ښاغلی مجاهد ادعا کوي، د ملکي وګړو په برخه کې تلفات د طالبانو له‌خوا نه، بلکې د جګړې مقابل لوری دی.

افغان حکومت لا تر اوسه د دې راپور په اړه څه نه‌دي ویلي، خو مخکې له دې یې ملکي کسانو ته د مرګ‌ژوبلې اوښتو مسؤلیت پر طالبانو اچولی دی.

ننګرهار کې په یوه حمله کې ټپي شوې مېرمن
ننګرهار کې په یوه حمله کې ټپي شوې مېرمن

یوناما په خپل راپور کې د جګړې په دواړو خواو غږ کړی چې د تاوتریخوالي پر ځای دې د خبرو مېز ته حاضر شي.

د یوناما په باور که د جګړې دواړه خواوې فکر کوي چې جګړه د ستونزو حل‌لار ده، دغه فکر پرته له افغان وژنې بل څه په میراث نه‌پرېږدي.

XS
SM
MD
LG